د ارګ او جومات فاصله لنډه شوه

جیلاني پښتون

د نړۍ دوهم متفکر دماغ اشرف غني د تیرو ټاکنو په وخت کې د ملایانو او امامانو یوې غونډې ته په وینا کې وعده کړې وه چې که کامیاب شو، نو ( د ارګ او جومات ترمنځ فاصله به لنډه کړي)

اشرف غني کامیاب شو او پنځه کلنه دوره یې تقریبا په خلاصیدو ده، نوموړي خپلې ټولې وعدې پوره کړې، هغه چې د یو میلیون دندو او کاري فرصتونه خبره یې کوله، هیوادوال یې داسې په دندو او کاري بوختیاوو ټنډ کړل چې اوس یې په کارونو خوا راګرځي. د دندو له بیروباره اوس تحصیل کرده ځوانان اروپا ته تښتي او نور په لکونو کاري ځواک په چرسو، پوډرو ورځ اړوي او یا د ښار په چوکونو ناست، ګرده ورځ موټران شماري.

اشرف غني د یو میلیون کورونو د جوړولو وعده هم کړې وه، هغه کار هم په توندۍ روان دی، خو دا چې د نویو ماډرنو کورونو او سمارټ ښارګوټو د جوړولو لپاره ځمکه اماده شي، لومړی باید د خلکو دا زړې خاورینې کوډلې ونړیږي. په دې سلسله کې هره ورځ اورو چې پلاني کلې کې دومره خاورین کورونه نړول شوي، دغه راز د کورونو زاړه سامانونه، زړې بړستنې، د اباګانو د وخت صندوقان، پخواني لوښي او کالي هم له کورونو سره یو ځای سوځول کیږي ځکه د مفکر اعظم دکتور اشرف غني د انټر پنټر منټر فالوجي یعني( ټولنپوهنې) له مخې د افغانانو د کورونو غوندې د دوی لوښو او بسترو هم د استهلاک قانوني موده پوره کړې ده، نو ځکه باید د باروتو د لمبو په واسطه په ډیره آسانۍ له منځه یووړل شي. په دې برخه کې د امریکایي ځواکونو مرسته ډیره د پام وړ ده چې د کورونو د نړولو او کورنیو اسبابو د سوځولو لپاره د باروتو په برخه کې کومک کوي.دا چې ولسمشر د ټولو کورونو په نړولو پسې نه رسیږي نو د ځینو کورونو یوازې دروازې نړوي تر څو یې په دې برخه کې ډيرو خلکو ته ګټه رسیدلي وي.

خو د اشرف غني یوه وعده چې تر اوسه نه وه عملي شوې، هغه د جومات او ارګ تر منځ د فاصلې لنډول و. اوس تازه په تازه په دې برخه کې هم اشرف غني ډیر جدي کار شروع کړی او کوښښ کوي چې د ولسمشرۍ د مودې له پوره کیدو وړاندې د ارګ او د هیواد د ټولو جوماتونو ترمنځ فاصله را لنډه کړي.

د فاصلې د لنډون په برخه کې اشرف غني د خپل ترانزیټي سوچ او فکر له مخې په هوایي دهلیزونو ډیر باور لري. اشرف غني وایي د ځمکې مخ سل مشکلات لري، باید هر ځای ته د تګ لپاره هوایي دهلیزونه جوړ شي،چې په دې برخه کې د ارګ او جوماتونو ترمنځ هم باید هوایي دهلیز موجود وي.

تاسو په لوړ تصویر کې جومات ښه په ځیر سره وګورئ، پخوا به چې دې مسجد ته سړی ورتلو، نو مجبور و چې یو وار عمومي دروازه خلاصه کړي، ورپسې بوټونه وباسي، د مسجد برنډې ته داخل شي، بیا د مسجد دروازه خلاصه کړي، پرده پورته کړي او جومات ته ننوځي. مګر اشرف غني اوس مسجد ته د ننوتلو لپاره ډیر لنډه لار جوړ کړه. هغه دا چې د امریکایي ځواکونو په مرسته بیګا شپه یوې چورلکې په دې مسجد د راکټ فیر وکړ، د مسجد بام یې سوری کړ او نوې دروازه یې په کې جوړه کړه.

اوس اشرف غني کولای شي د هوایي دهلیز له لارې په ډیر سرعت سره ځان د مسجد اول صف ته ورسوي او خپل د غرمې تهجد اداء کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د