هند کې د زهرجنو شرابو څښلو یو وار بیا لږ تر لږه «۸۰» کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۸۰ کسان وژل شوي او تر دوه سوو زیات ښاریان د بېهوښۍ په حالت کې دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

د نړیوال خبري اژانس راپور سره سم د هند اسام ایالت په دوه بېلا بېلو سیمو کې په یوه ورځ د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیاتو حالت د اندیښنې وړ دی.

ځايي پولیس وایي چې د اسام ایالت په «ګوله ګهټ» سیمه کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۵۵ کسان او په «جورهټ» سیمه کې ۲۵ کسان وژل شوي، په وژل شویو او بېهوښيانو کې یو شمېر ښځې هم دي.

د اسام ایالت اعلی وزیر چارواکو ته د دواړو پېښو د پلټنو حکم کړی او زیاته کړې یې ده چې د یادې پېښې مسوولینو ته سخته سزا ورکړي.

بل خوا پولیس په یاده پېښه کې د زهرجنو شرابو خرڅونکي یو کس د نیولو ادعا کوي، او همدا ډول یې د پېښې په اړه د غفلت او د زهرجنو شرابو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله دوه تنه دولتي افسران د اعلی وزیر په خوله له دندې ګوښه کړي دي.

دا لومړی وار نه دی چې هند د داسې بدو پېښو شاهد دی، بلکې په تېره نږدې کې د هند په اترپردیش او اترکنډ ایالتونو کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله له سلو زیات کسان وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د