د سزا اوریدلو سره سم مجرم په محکمه کې خپل وکیل وهلی – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): تاسې به اوریدلي یا لیدلي وي چې د یوه مجرم وکیل په خپلو قوي استدلالاتو، ثبوتونو او شواهدو د هغه د خلاصون کوښښ کوي، خو داسې به مو نه وي اوریدلي یا لیدلي چې وکیل د خپل مجرم په لاسو وهل شوی وي.

د امریکې هېواد په یوه محکمه کې یو مجرم هغه مهال خپل وکیل په لغتو او سوکانو وهي چې د قاضي پرمخ قضيه له لاسه ورکړي، او مجرم په ۴۷ کاله بند محکوم شي.

د قاضي د پریکړې اورولو سره سم مجرم پر خپل وکیل د سوکانو او لغتو ګوزارونه کوي خو په هغه ځای کې موجود پولیس او نور وکیلان یې مخه نیسي او مجرم بند ته لیږي، خو په لومړي ګوزار یې د وکیل پوزه ماته کړې ده.

ددغې پېښې ویډیو چې د قاضې له پریکړې وروسته مجرم پر خپل وکیل وارونه کوي په ټولنیزو رسنیو کې په ملیونونو کسانو کتلې.

یاده دې وي چې د ډیوډ چسټن په نامه مجرم په ۲۰۱۷م کال کې پولیسو په کورني تاو تریخوالي او د اور لګونې په تور نیولی و چې اوس د ۴۷ کاله بند سره مخ شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د