جنرال مشرف: پاکستان باید د هند مقابلې لپاره له اسرائيلو سره اړيکې  جوړې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پخواني ديکتاتور واکمن جنرال پروېز مشرف ويلي، چې پاکستان بايد د هند مقابلې لپاره له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي.

جنرال مشرف په دوبۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي،  چې ده د خپلې واکمنۍ  پر مهال له اسرائيلو سره د اړيکو لپاره ډېرې هڅې کړې وې او اوس که د پاکستان حاکم نظام لږه خواري وکړي، له اسرائيلو سره په اسانه ملګرتيا جوړولی شي.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د صدر اعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په اړه وخت په وخت څرګندونې کوي.

تېر کال اکتوبر مياشت کې هم د پاکستان د ملي پارلمان ځينو غړو او رسنيو ويلي و، چې  اسرائيلي الوتکه د اسلام اباد پر نړيوال هوايي ډګر  ښکته شوې وه او څو ساعته يې هلته تېر کړي وو، خو حکومت دا راپورونه رد کړي وو او بې اساسه يې بللي وو.

تر دې وروسته د پاکستان د  کورنيو  چارو وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې اسرائيلي اتباعو ته پاکستان ته د ورتلو مشروطه اجازه ورکړې وه،  خو وروسته يې د اعتراضونو له امله د غه اعلاميه تېروتنه بللې وه.

د پاکستاني چارواکو د انکار سربېره کارپوهان وايي، چې د اسرائيلو پر وړاندې د پاکستان اوسني حکومت په دريځ کې نرمي راغلې ده.

د پاکستان پخواني ډيپلوماټ ظفر هلالي ويلي، د پاکستان حکومت بايد د خپل هېواد د غښتلتيا لپاره ټولې لارې چارې په کار  واچوي او که په دې اړه له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو اړتيا هم وي، د هغه په باور ستونزه نه لري.

اګر که له اسرائيلو سره اړيکې په اسلامي نړۍ کې حساسه موضوع ده، خو چې  له تېرو دوو کلونو راهيسې د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو له لوري له اسرائيلو سره د پټو اړيکو خبرونه رسنيو ته له راوتلو پاکستان کې هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو بحثونه راپورته شوي دي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

همدغه جنرال په یوی ویدیو کی وایی چی طالبان زمونږه قهرمانان دی، (او حقانی میرا هیرو هی). نو څنګه به خلک نه وایی چی طالبان د آی اس آی عسکر دی پدی خو هیڅ شک نشته. مستند اسناد وړاندی شوی چی عباس ستانکزی د آی اس آی غړی دی.

لونګ
میلمه
لونګ

دا عباس ستانکزی یی پاک سړی، د مشرف د ویډیو نه هم انکار کوی؟ څوک چی غواړی دا ویډیو ووینی ماته دی خپل ایمیل راولیږی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

که پاکستان دهند سره دمقابلې لپاره له اسرایلو سره ډیپلوماتیکی اړیکې جوړه وی

خوزموږ مفکر زرکلن زرکاله مخ ته تللی ده او عملا یې په افغانستان کې دافغانانو په وړاندې جګړې ته اسرایلی عسکر راغو ښتی دي
چي دهیواد په لویدیځ هرات اوفراه ولا یتونو کې په لسګونه ځله لیدل شوي

داسرایلو سره خو زموږ حکمتیار صاحب هم دوستانه اړیکې لري
اشرف غني خو یې تحت الحمایه عسکر ده
دشرق اوغرب عملي غلامان خو همدغه ترکی نجیب کرزی حکمتیار داخلک دي

زموږ په هیوادکی داشل کاله شپیته یهودی اونصراني هیوادونه حاکمیت لری
او پاکستان غریب له اسریلو سره په اړیکو جوړولو ګرموو
لونګ خانه نور څنګه یې

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

یو کس یا یوه ټولنه یا یو هیواد چي ژنتیکی ګوزک وی نو بل کس یا بله ټولنه یا بل هیواد به هیڅکله ونشی کولای هغه ته سړیتوب ور زده کی خصوصاً هغه څوک خو اصلاً دا کار نشی کولای چي خپله ئې د انسانی فطرت د حکومت پر ضد په بغاوت لاس پوری کړی وی.

جلال
میلمه
جلال

د مولوی صاحب بجلی گر یو خبری می په یاد شو چی ویل، که تاسو وگوری چی یو زر گیدران د یو زمری پسی روان دی، پوه شه چی دغه تول گیدران زمریان شیوی دی. خو که مو ولید چی په زرگونو زمریان د یوی گیدری تر شا ولار دی نو پوه شه، چی دغه توله زمریان گیدران شیوی دی… په دغه مثال کی ، د مولانا صاحب رحمه الله هدف، همدا قادیانی مشرف بیشرف او بی عزت گیدره وه چی په زرگونو طالبان غریبان او نور مسلمانان، سری په سل دالر خَرس کرل. حسبناالله و نعم الوکیل

مجاهد
میلمه
مجاهد

د یهودانو نوم تر نورو ډیر بدنام دی ولی ؟ دا ځکه چه یهودان الله ج ډیر ځانګړی خلق کړی ، ډیر انعامونه یی ورباندی کړی او د عقیدو د پخوالو د پاره یی ډیر پیغمبران پکی نازل کړی او ډيری معجزی یی ورکړی او او …. خو د دی ټولو سره سره دوی تل ناشکری او سرغړونی کړی ولی؟ دا ځکه چه یهودان تر ټولو حریص قوم دی یو ښه مثال یی همدغه د شنبی د ورځی د ماهیانو د پاره به یی هم حیلی جوړولی چه د شنبی ورځی ماهیان په نورو ورځو کی هم ونیسی . او… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا چی مسلمانان اوس هم د غفلت په خوب بيده دی خود به يهود او نصارا پاچاهی پر کوی . څنګه چی اوس په ډيريو اسلامی هيوادو کی يهود په پټه او نصارا په ښکاره لاس وهنی کوی ، که مسلمان امت توری ته لاس نکړی او د الله(ج) په رسی ځانونه ټينګ نکړی ليری نه ده چی همدا يهود ، نصارا او نور مشرکين به اسلامی شعائر خدای مکړه له مينځه يوسی او يا داچی د منافقو علماء سوء په مرسته يی تحريف کړی او پسخند پر و وهی ، او همدا پسخند وهونکو منافقو ته به د همدی… نور لوستل »