چين کې د کان کيندونکو بس د چپه کېدو ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د چين په شمال کې د سکرو د کان کيندونکو يو بس موټر چپه شوی، چې له امله يې شل کان کيندونکي  وژل شوي او درېش ټپيان دي.

د چين رسمي خبري اژانس «ژنهوا» ويلي چې دا پېښه د چين په خپلواکه سيمه منګوليا کې، تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، چې د کان کيندوکو بس بې واکه شو او يوې کندې ته ولوېده.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې د بس د چپه کېدو پر مهال ۱۵ کسان ځای پر ځای وژل شوي وو او پنځه روغتون ته له رسېدو وروسته مړه شوي دي.

چينايي چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو د پېښې د لامل په اړه يې څه نه دي ويلي.

د چين په شخصي کانونو کې د چاودنو او مرګ ژوبلې پېښې د نړۍ په کچه تر ټولو زياتې دي او د حکومت له لوري د غیر قانوني د کيندنو سربېره هم حکومت په خپلو هڅو کې نه دی بريالی شوی.

د تېرې جنوري مياشتې په ۱۳مه نېټه هم د چين په يوه کان کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي وو او تر هغې وړاندې د تېر کال په اکتوبر مياشت کې هم د چاونې له امله ۲۱ کان کيندونکي وژل شوي وو او يوازې يو تن په کې ژوندی پاتې وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د