پکتیا او غزني: شپنیو عملیاتو کې ګڼ کورونه او یوه د شیعه ګانو امام بارګاه نړول شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل) بیګا شپه د تل په څیر امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو یو ځل بیا د پکتیا او غزني ولایتونو په بیلابیلو سیمو چاپې وهلې او ولسي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه پيښ کړي دي.

د خبر له مخې بیګا شپه یوولس بجې د غزني ولایت د مرکز مربوط د قره باغي په کلي داخلي او خارجي ځواکونو چاپه وهلې، په دې کلي کې یې د شیعه ګانو یو عبادت ځای( امام بارګاه) په بمونو الوځولې او په یو مخیز ډول تخریب کړې ده. دغه راز یې د ګڼو کورونو دروازې هم په بمونو ماتې کړي او دوه تنه ته د حمام کارګر یې له ځان سره وړي دي. د قره باغي خلک وایي چې چاپه مارانو ټوله شپه په سخت یخ او واوره کې له کورونو بهر ورباندې تېره کړې او د تلاشۍ په بهانه یي د خلکو شتمنۍ هم لوټ کړي دي.

له غزني څخه بل خبر وایي چې بیګا شپه لس بجې د دهیک ولسوالۍ د علي خیلو په کلي هم حکومتي عسکرو برید کړی، پنځه کورونه یې په بشپړ ډول نړولي او کلیوال یې تر سهاره یخ ته کینولي دي.

بل خوا د غزني په څنګلوري پکتیا ولایت کې هم بیګا ګډو ځواکونو د خلکو په کورونو چاپې وهلې. د خبر له مخې بیګا دوولس بجې د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ د بل خیلو سیمې د ګړیژني په کلي د چاپې په وخت ګډو ځواکونو د کلیوالو څلور کورونو په بمونو الوځولي، ۳ تنه عام کلیوال یې وژلي او یو بل یي ټپي کړی دی.

تیره شپه د ګډو ځواکونو لخوا یاد تخریبي عملیات داسې مهال ترسره شوي چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو په ورته عملیاتو کې په میدان وردګ ولایت کې شل ته عام کلیوال وژلي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د