د طالب مرکچي پلاوي غړي

د طالبانو دریځ نورهم پیاوړی شو

محمدامین بسمل

پنځم دور مذاکراتو ته به طالبان له پیاوړي دریځــــه ورننوزي خو لمړی به درنو لوستونکو ته د مقـــدمې په ډول څو کرښې عرض کړم او له یو شمېر دوستانو څخه به هیله وکړم، چې زما په لیکنه یې خاطر دروند نشي.

همدا څو شېبې مخکې مې په نن ټکي اسیا کې د ښاغلي هارون افغان یوه په زړه پورې لیکنه د (مشورې که منفي تبلغات؟؟) تر سرلیک لاندې ولوستله واقعأ جالبه او له وخت سره مناسبه لیکنه ده.

اوس نو کیدای شي یو شمېر دوستان ما ته ګوته ونیسي، چې ته خوهم طالبانو ته مشورې او سپارښتنې لیکې هو!

تاسو په حق یاست خو زما دخوځښت، مشورو اونظریاتو لړۍ د اشغال له پیله پیل شوې اوهمداسې دوام لري ما لا په هغه وخت کې د طالب زلمي ارمان کاوه، چې د لیلې په دشته کې د تنکیو طالب زلمو د پاکو وینو معطرو وږمو دا ټول افغانستان خوش بو ساتلی و، ما په مزارکې د لمړي جنګ اوبیا د ګلمجم لخواپه کانتینرونوکې د زرګونواثیرواومظلوم طالب زلمو د سوري سوري کیدلواوعام وژنې په حال د آلمان په کوڅواوبازارونوکې ساندې او ویرکړی، ما د خونړي اشغال له پیله ترننـــــه حتی د اشغالګرو له رادیوګانو او تلویزیونونو په کراتو اشغال، د اشغالګرو وحشیانه اعمال او خاصتأامنیتي ظالمانه تړون په سختوټکومحکوم کړی اوپه مقابل کې له سوال ځواب اوخطر سره هم مخامخ شوی یم.

په هرصورت زه په هیڅچا احسان نه باروم ما د هیڅچا لپـــاره هیڅ هم نه دي کړي یوازې مې د خپل ګران مورني او پلرني هیواد (خواږه افغانستان) د خپلواکي لپاره څو واړه ګامونه اخیستي دي.

څه خو هغو زلمو کړي، چې د تنکي بدن دغوښو ټوټې یې په کوڅو او دیوالو سریښ او یاد متکبرو په زندانونو کې د خواږه عمر شپې سباکوي، رب العزت دې یې دین په دنیا ښاد کړي.امین

له محترم هارون افغان څخه ډېره مننه کوم اودا ګڼ شمېرمشاویرینوته چې نن سبا را پیدا شوي زما دامشوره ده، چې خپل نېک نظریات په صداقت سره وړاندي کړي نه دا، چې شخصي یا د پردیو د اغراضو بوی پکې وي.

راځم د سرلیک سپڼلوته، پنځم دور مذاکراتو ته به طالبان له پیاوړي دریځه ځکه ورننوزي چې:

۱ـ له نېکه مرغه د مسکو له وروستۍ اومهمې غونډې وروسته زموږ د ټولو وروڼو قومونو په مجموع کې د افغــان اولس ذهنیت مثبتې او دهیله مندي خوا ته اوښتی.

۲ـ د طالب مشرتابه وروستيو سیاسي او دیپلوماتیکو ګامونو د افغان اولس په مینځ کې نورهم محبوبیت زیات کړی.

۳ـ د رهبري شوری خاصتأ د مجاهد ملا برادر اخوند موقف او پالیسي افغان مقاومت ته لا قوت او ډاډ ور وباخښه.

۴ـ د لویدیځوالو په ځانګړي ډول د ناټو غړیو هیوادونو واڼې ورځ په ورځ وزي.

۵ـ د ګاونډیو هیوادونو په مینځ او شاوخوا د نړۍ په کچه د طالبانو یووالی، قاطعیت او شجاعت نورهم ښه وځلېد.

۶ـ په پوځي برخه کې دطالب جنګیالیو ورځنیو برلاسیو ددوی دښه رهبریت، یووالي اواستقلالیت ذهنیت نورهم محکم او د نړۍ په کچه پراخ کړ چې آن روسان یې په ۷۰ اویا سلنه حاکمیت اعطراف کوي.

۷ـ د متکبراوجابر اشغالګر او ګوډاګیانو ورستیو ظالمانه چاپو او بموریو چې دعام وژنې(ژنوساید)شکل یې یوځل بیا خپل کړی، دیني مقدســاتو ته یې په داسې حال کې سپکاوی کړی، چې د قران پاک اودیني کتابونو مبارکې پاڼې یې په خپل ټول وحشت د باروتو په لمبوکې وسوځولې، ټول جهان ولیدلې، چې دا کار نه روس کړی اونه مخکینیو شرمېدلو اشغالګرو.

نتېجــــــــــــه:

د پورتنیو او ځینو نور دلائیـلو له مخې طالبانو خورا غښتلی دریځ خپل کړی، هیله ده په کافي ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.

یوه هیله چې زه او کیدای شي ګڼ شمېرهیوادوال یې هم له طالبانو ولري داده، چې دا د ورستیوظالمانه چاپو له وجې اعتراضأ مــذاکرات د یوې ورځې لپــاره تحریــم او اخطــار ورکړي، چې که دې ظالمانه چاپو دوام وکړ موږ به یوازې پوځي لار ونیسو نور نو بیا زموږ اختیار چې له ځمکې دفاعي یا تعروضي وسلې راباسوکه له اسمانه او له چا پوځي یا اقتصادي مرستې جلبوو خو موږ مجبور یو، د خپل مظلوم او بېګناه اولس ساتنه وکړو.

که یاد مو وي یو ځل مخکې هم مذاکرات په داسې حال کې ترسره شول، چې د کونړ د مظلومو او بېګناه کلیوالو وینې لا د ځمکې په مخ نه وې وچې شوې اوعام اولس خورا مایوس و.

دا ځل اولس ځکه خپله حوصله بېخي له لاسه ورکړې، چې په کاپیسا، لوګــر او وردګـو ولایتونو کې دعامه کورونو د ورانولو اوبېګناه خلګو وژلو ترڅنګ جباراو قاتلو یرغلګرو د الله ج کورونه اومدرسې هم له ځمکې سر ه هوار کړل.

داچې د انسانیت؟! او دیموکراسي؟! دعالمبردارانو کړونو مطلق وحشي بڼـه خپله کړې، مذاکرات هم بایدجديت ومومي خو څه چې زما هیڅ نه خوښیږی هغه د مذاکراتو په اجنډا او رسنیو کې بهر ته د افغانستان لخوا د خطر موضوع ده.

دا په کامل ډول سپین سترګي دی، چې امریکايي لوری یې کوي، کوم وخت هم افغانانو بهر ته خطر رسولی؟

د نیویارک په ډرامه خو اوس هرڅوک ښه پوهېږي، چې د چا لخوا او څه لپاره ترسره شوه.

اوس په عوض ددې چې امریکايي لوری بخښنه وغواړي یا حد اقل لږ شرم وکړي نور هم د نړیوالوپه سترګو کې ور ننوزي او داغیر عادلانه ټېمه په مذاکراتو کې داخلوي او ترڅنګ یې دکابل له ادارې سره دمخامخ خبرو سورڼی وهي نه نه اوبیاهم نه نه کابل هیڅ اداره نه لري هلته د زړې کلا پېری(مفتکر؟!غني)یوڅه وايي غبرګ عبدالله یې په نورو ګډو سر دی، ګلمجم او محقیق یې بیا نورې دمبورې ترنګوي.

واک د لنډغرو لکه قیصاري، شجاعي، علي پر او ځینې نورو اوباشانو په لاس کې دی نو آیا دا د۲۵پنځـویشــت کلنې زورورې او افسانوي مبارزې اتل (شاه زلمی طالب) له پورتنیو لنډغرو سره مخامخ خبرې وکړي؟

دا پورتني لنډغر کوم واک لري؟

له اجیرانو اوغلامانو سره طالب هیڅکله هم نه کښېني او نه خپل اخیرت خرابوي.

په پای کې پوره هیله من یم، چې طالب مشرتابه به پخپل لیاقت اوهنر مذاکـرات په بریالیتوب او سرلوړي سره په مخ بوزي. الله پاک دې یې مل اوسي.امین

د خپلواک او ښېراز افغانستان په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسمل ته،
د ستا لیکنه کی کومه د خیر خبری څرک نه لګیږی، بی له د چه په اور پطرول اچوی او اور نو ر هم غټوی،او ته د خیر په غونډی ناست له یورپ څخه یی تماشا کوی…ل
ه الله ج څخه وډار شی ،پطرول اچول په اور باندی بند کړی،افغانان د خپل سرنوشت په خپله وټاکی.بیا که جهاد ډیر خوند درکوی ،نو راشی افغانستان له یورپ څخه دا ګز دا میدان

غوربندي
میلمه
غوربندي

بسمل صاحب د نه ضرر رسولو په ضمانت کې بايد د “ضرر ” اصطلاح يوازې د هغو بهانو په رڼا کې تعريف شي چې په مټ يې امريکايانو زمونږ په هېواد ناروا يرغل وکړ. دا تر لمر روښانه ده چې مونږ نه خو مضر يو او نه يې امريکا ته د لاسرسي له مخې ظرفيت او ځواک لرو، نو دداسې څه ضمانت چې زمونږ په طينت کې اصلا وجود نلری ډېر اسانه دي په تېره بيا که د ورته ضمانت په بدل کې واقعا امريکايان اشغال ته د پای ټکی کېږدي. بسمل صاحب د شپنيو چاپو او روانو وحشتونو په… نور لوستل »

UK,Muhajr
میلمه
UK,Muhajr

غمی ګله سلامونه او نیکی هیلی.ز زه په یورپ کی مهاجر یم .او دلته دا نور مهاجر هم پیژنم،دلته مهاجر په په مشروط ډول قبول شوی دی،هغه دا چه تر څو چه افغانستان کی جنګ وی هغوی یورپ کی ژوند کولای شی،کله چه جنګ ختم شی نو دا مهاجر له یورپ څخه افغانستان ته په زوره اوباسه. کله چه د سوله خبره ګرمه شی نو د بعضی لندن جرمن یورپ میشتو مهاجر لینګی په ګړابیدو شی ، نور څه یی د وسه نه کیږی طالیبانو او دولت ته بی ځایه مشوری ورکوی .او اور ته لمن وهی ، خو دولت… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

یو کی مهاجره وروره سلامونه.
اوس پوه شوم چه ولی د د یورپ مهاجر همیشه توری پړکوی.دا خو نو دوی اوږد جنګ په افغانستان کی غواړی تر څو اوږد وخت یورپ کی ژوند وکړی،
نو ټولو یورپ امریکا میشتو مهاجر ته اعلان کوم چه افغانستان د هر افغان کور دی .که جنګ ورک شی،ټولو ته کار ژوند رزق به الله ج ورکړی.
نو منفی او بی ځایه تبصرو مشورو څخه ډاډه وکړی.هغه څه لیکی چه د دین او وطن په کی خیر وی،انشالله د لوګی به نه مری،رزق په افغانستان کی هم شته،نیتونه صفا کړی

Safi
میلمه
Safi

کومه خبري چي تاسي وکړي پر ځاي دي خو ولي ملا برادر اخند د امريکا په غوښتنه خوشي کيږي ولي پاکستان ځان په دغه مذاکراتو کې مطرح کوي ولي پاکستان غواړي امتياز واخلي ، تاسي چې د ادرس خبره کوي طالبان له کوم ادرس څخه ځان قطر ته رسولي ،….. يو ځل د کرنیل امام کتاب مطالعه کړي د جګړي او جهاد واقعي حالت به در معلوم شي . تاسي خبري سره زه موافق يم موږ هم مسلمانان يو موږ هم غواړو اسلامي نظام راشي موږ هم د کفر د اشغال پر ضد شعارونه ورکوي . خو دلته چې کوم… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

غوربندی صاحب ! داسی څه مه لیکه چه د افغانستان په غلامانو د ډالرو بهیر ودریږی ، که جنګ ختم شی په ځانګړی ډول د میدیا اجیران او کمیشن کاران به خپلو کورنیو ته نفقه له کومه کړی شامپو ګانی ، میکپونه او کریمونه به له کومه کړی نیکتایی او اروبایی ستایل ویښتان جوړول او نیمی ږیری او لوی بریتونه به له کومه کړی او بلاخره شراب او کباب به په سیندو لاهو شی ښکلی پوی او نشی لری میلو کی تری کار اخستل کیږی . بسمل صاحب هم ناسمه لیکی د مظلوم اولس د پاره به شی وی مګر… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ډیره مننه بسمل صاحب له خوارا ارزښناکه مشوری څخه دی انشاالله چی طالب شران به د ملت او شهیدانو وینوسره جفا نه کوی او داسی لاربه خپله کوی چی بیا تر ابد پوری دوی په ښه او ویاړلی نوم یاد شی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د غلامانو یو غلام فرمایی چه :
طالبان د یوی ورځی مهمات نه لری مطلب یی دا چه پاکستان یی ورکوی، یعنی د پاکستان غلامان دی ؟

سمه ده چه طالبان د پاکستان غلامان دی مګر دا ووایه چه طالبان د چا سره جنګیږی یعنی غلام غنی د وسلو او مهماتو کارخانی لری ؟ تاسی به وایاست چه امریکا او ۵۰ نور لونډ‌ان یی ورکوی . مګر ولی غنی ورته مقال کی څه ورکوی ؟ په دی کی هر څه پراته دی خواب راکړه