غزل – مطمئن افغان

دا څومره دروند د شولو غم په ما توبې ماتوي
د میکدې په طرف ځـــم په ما توبې ماتوي

له کلي ورک یم خو له درده یې ارام نه يمه
هلتـــه اخته دی يو صنم په ما توبې ماتوي

ما خو د خدای سره لوظ کړی ؤ چې نه به کړمه
نور ګناهونه خو دا چـــم په ما توبې ماتوي

يو خوا پاچا د زمانې په زړه کې کاڼي ساتي
بل د پاګل قــــــاتل ستم په ما توبې ماتوي

ټوټې ټوټې کنډر کنډر دا مدرسه او جومات
دا پاڼي پاڼي نورظلم په مــــــا توبې ماتوي

ما د غزل په خوله له ويلو څخه نا کړي وه
خو کړيکې وکړلې قلم په مــــا توبې ماتوي

خدايه ما وبښه لېږ وس د بغاوت خو راکړه
د مطمئن زړه په قسم په مـــــا توبې ماتوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د