وياړ او غوښتنه

ليکوال : محمد يعقوب نائل

په کور او کلي کې د کاميابه پايله لرونکو زده کړيالانو سره د مشرانو زيارونه مل وي، هغه زده کوونکي بريالي وي چې تل هڅول شوي وي، تشويق شوي وي او کوشش شوی وي چې د خپګان ورځ يې نه وي ليدلې او نه يې هم د ژوند د کړاوونو ګردابونو څپې ليدلې وي، د مور له مورنۍ مينې، د پلار له پلرنۍ مينې، د ښوونکي له مهربانۍ څخه برخمن شوي وي، وروڼو ورته د خپلو مشرانو په توګه پرېمانه مينه ورکړې وي او په ناز يې لوی کړي وي.

د علم او پوهې سره مينه پيدا کړئ (د جهالت تورې تيارې ختمې کړئ!) د ځوانو کدرونو د فراغت په لمانځغونډو کې ګډون وکړئ، په مينه يې ولمانځئ، خپل زده کوونکي نورو لوړو زده کړو ته وهڅوئ، مينه ورکړئ، د احساس ستاينه يې وکړئ، د پوهې په اصلي ګاڼه يې سمبال کړئ!.

د پوهې په هر ډګر کې د ښه کادرونو روزنه او تربيه وکړئ، څو اينده نسل هوښيار، د سيالانو سره سيالان او پوهان راشي، (د خدای لپاره د جعلکاری څخه لاس واخلئ، خپل هېواد، خپله کورنۍ او خپل بچي مه خرابوئ، خپل ځان د آخرت په لويه ورځ د ټولو مخلوقاتو په وړاندې د څو مادو په خاطر مسئول مه ګرځوئ!).

سره له دې چې د علم د زده کړې لپاره هيڅکله ناوخته نه وي، خو بيا هم هغه مشران چې د خپل مشرتوب يا ځينو مجبوريو له امله زده کړې نه شي کولای، نو د خپلو بچيانو، وروڼو، د کورنۍ غړو او بې وسه زده کړيالانو سره مرسته وکړئ! تر څو هېواد مو روښانه مستقبل ولري.

په پای کې د خپل ورور (ډاکټر محمد قاسم نائل) او د هغه ملګرو ته په کابل کې د غالب پوهنتون معالجوي طب څخه په فراغت غونډه کې فارغينو ته مبارکي وايم.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

اسلام عليکم ورحمة الله
د علم کول فرض دي خو هغه علم چه د انسان د دواړو دنياو د کاميابي ذريعه وګرځي
خو افسوس په هغو چه دين ته يي شا کړي دي
د ا وروړنه به هغه وخت نور هم خه خکاره شووي وايي
چه د خوليو سره سره يي مبارکي ګيري وايي
د اخولي نه سنت اونه واجب دي خو د نبوي سنت پريښودل يو واجب عمل دي
اميد دي چه وروړنه خفه نشي او خپل ځانونه د رسول الله صل الله عليه په شکل جوړ کړي
مننه