غزل – منیب احساس

نور مو وطن ته خوشالي راوله خدایه!
درد یي کرار کړه سوکالي راوله خدایه!

نور مو ملال کړه زخمي زړونه مهربانه ذاته!
کړو درته زاری چي آزادي راوله خدایه!

په شپه ماشومان ویخ کړي هی ناتار د طیارو
کوو درته سوالونه آرامي راوله خدایه!

کړه رانه ټول نور ذالجلاله د اشغــال ټغر
په غلامانو یي عذاب الٰهي راوله خدایه!

د کونډو بورو یتمانو مو حساب نه کیږي نور
بس کړه نظام نور اسلامي راوله خدایه!

کړه مو سنبال د آزادۍ په سپین سپیڅلي لباس
راته بیا سپین اوتور پټکي راوله خدایه!

دغه ارمان یي نور پوره کړه د منیب احساس
په ټوله نړی نظـام شرعي راوله خدایه!