لاسوهنه: فکر مل طالب

فکرمل طالب

موسم د زړونو کرونده باندې کرنې کوي
لاهم لګیا دی عشَق شیندي غزونې کوي

نری شمال یې په نازکو اننګو لګيږي
ګلاب زنګیږي را زنګیږی تخنونې کوي

شړشمو غاړې سره وردي دخزان له ضده
شوخ شوخ ولاړ دی یو له بل سره نیونې کوی

د بارانونو د سخا له برکته ګوره
سره غاټولونه د دې غرو خړې لمنې کوی

د ونو سیوري اوس خواږه خواږه خواږه لګيږي
لمر مو په تن کې د تودوخو لاسوهنې کوي

مست پسرلي یې په شاعر ذهن اغېز کړی ده
بیا فکرمل طالب د تورو سمونې کوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د