نظــر

د امريکا پيژندنه

د، ب، هيښ

په نن ټکي اسيا کې مې د ښاغلي ډاکتر فاروق اعظم ليکنه ( د امريکا سره په خبرو کې هغوی وپيژني ) ولوستله .

دامريکا په پيژندلو کې د محترم ډاکتر صاحب اعظم خبرې جامع ، معلوماتي ، دتاريخي اسنادو او شواهدو په اساس سمې په حقايقو ولاړې دي او د امريکا څټ او مخ يې ښه مفصل تشريح او واضح کړي دي .

په دې ارزښتناکه مقاله کې دوه اصله ( ګټې او زور ) د امريکا د سياست عمده او اساسي برخې معرفي شوي دي ، چې دا د ګټو او زور کارولو پاليسي د امريکا منحيث د يوه مستبد ، جابر او بې رحمه دولت هم ټولو ته واضح ده او دا پاليسي خپله د مهاجرو امريکايانو اختراع او ابتکار نه دئ ، بلکې د دوی د پلرونو زاړه استعمار ميراث دئ ، چې دې نويو استعمارکرانو ته پاته او دوی ورنه استفاده کوي .

د استعمار او متجاوزو قدرتونو ، امپراطورانو او لويو فاتحانو همدا شان سياسي -نظامي اخلاق او سلوک (ګټې او زور) و او په زرهاوو کالونو يې دزور او تنظيم شوي ترور له لارې خپلې ناولی ګټې لاسته راوستلې او مظلوم اولسونه يې په وينو کې لت پت کول او کوي يې .

لاکن دا دطبیعت قانون دئ چې هر عمل عکس العمل هم لري او هر زور هم د بل زور په وسيله دفع کيږي .

د ستمګرو او زورورو د ظالمانه او ضد انساني کړنو سره همزمان د ازاديغوښتونکو ملتونو مبارزه او مقاومت يې هميشه په مقابل کې راپورته شوئ دئ ، درانه تلفات او بې شماره قربانيانې يې قبولې کړی دي ، خو د استعمار او استبداد دايمي تسلط يې نه دئ منلئ او د استعمارګرانو نظامي -تخنيکي او تکنالوژيکي فوقيت يې د استعمار بار جنازه او خښېدل نه دي تم کړي ،بلکې د نامحدود قلمرو او قدرت ساحه يې يا بالکل محو کړې او يا يې ور وړه کړې ده ، چې ښه مثال يې د لويې بريطانيا د قدرت ساحه وه چې لمر يې په قلمرو کې نه ډوبېده او اوس په يوه جزيره کې را محدوده شوې ده هغه هم د داخلي ستونزو (ایرلنډ ، پروتستان ، کاتوليک ) سره لاس او ګريوان ده .

بناء دا د امريکا د نه ماتېدو او په زور ، پيسو ، تکنالوژۍ او په نورو د خپل راج چلولو تيوري چې ډاکتر صاحب وړاندې کړې ده د امريکا تېر تاريخ او سابقې ته په کتو درسته نه ده ، بلکې د ملي مقاومت او د اولسونو د مبارزې په مقابل کې يې تاب نه دئ راوړئ او لکه شغالان داسې تښتېدلي دي (وېتنام ، سوماليا ، ايران ، کيوبا ، شمالي کوريا ….).

ډاکتر صاحب خو د امريکا په پېژندلو کې ډېر دقيق تشریحات ورکړي دي ، خو سره له دومره لوی اقتصادي -تخنيکي -تکنالوژيکي-ميډيايي او مالي طاقت يو بل اړخ يې هم بايد وپيژندل شي چې احمق ترين سياست وال هم امريکايان دي ، چې د همدې احمقانه سياست مثال يې په افغانستان د بې دليله وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال دئ ، چې نه يې زور کار ورکړ او نه يې بې له تاوانه هېڅ ګټه امريکا ته ونه رسوله .

دا تجاوز او د افغانستان اشغال د هېڅ مادي ګټې د لاسته راوستلو په منظور نه و ، بلکې د خپل احمقانه سياست د رسواکيدو د مخنيوي او د امريکا د هغه تش او خیالی وهم او رعب د پټولو دپاره و ، چې په داخل او خارج د امريکا کې يې خور کړئ و او لکه د لوچک بدماش غوندې هر چا ددې وحشی ديو د مخامخ کیدو نه ځان ساته او حتا په ځنی وخت کې يې د امريکا په نارواوو ځانونه ناګاره اچول تر څو ددې بد ماش د څپېړې نه محفوظ پاته شي .

واقعيت دا دئ ، چې د يوولسم د سپتمبر د حادثی نه دامريکا د نه زخمي کیدو او مطمئن امنيت افسانه ختمه شوه اوهغه امريکا چې دنورې دنيا د امنيت او ثبات نارې به يې وهلې ، د ټولو امنيتي اورګانونو او امکاناتو په موجوديت کې ، په داخل کې د خپلو وسائلو او تربيه شوي پرسونل له لوري دامريکا په حياتي مرکزونو داسې حملې وشوې ، چې نه يوازې امريکا بلکې ټوله دنيا يې حيرانه کړه .

دامريکا دولت نور هم په داخل کې او هم په خارج کې خپل حيثيت او ابرو د لاسه ور کړل .دامريکا پرستيژ تر سوال لاندې راغئ او د امريکا ټولنه د روحي شوک سره مخامخ شوه .د امريکا په تاريخ کې د امريکا د وجود او عدم د خطر سوال اول وار مطرح شو.

د امريکا دولت او اداره يې بايد په يوشکل ددې سياسي –اجتماعي – امنيتي شوک او وير تلافي د خپلو خلکو او جهانيانو د مضطربو ذهنونو د کرارولو او ارامولو دپاره سريع اقدام وکړي .

په همدې منظور يې په وارخطايۍ او عجله تصميم ونيولو ، چې د تروريزم سره د مقابلې په بانه بايد ژر يو څه وکړي ، تر څو د خپل ملت او جهان توجه بل لورته واړوي . بايد يو فرضي دښمن پيدا او خپل انتقام ترې واخلي .

چې بد بختانه ددې وارخطا او عجولانه انتقام اخستلو د پاره يې خوار ، فقير او جنګ څپلۍ افغانستان انتخاب کړ او بې موجبه وحشيانه او ظالمانه نظامي تجاوز يې وکړ او افغانستان يې اشغال کړ .

د احمق توب اول قدم يې واخست چې په داسې يوه ملک يې مسلحانه يرغل وکړ ، چې د نورو په امورو کې د مداخلې هیڅ سند او ثبوت يې نشته او دوهم حماقت يې داو چې جنګي جنايتکاران ، د ملت قاتلان ، د ملت نه عاق شوي سياسي حراميان او ملي خايينان يې د داخلي غارونو او خارجي کوڅو نه راټول کړل او د افغان اولس په سر يې د مسلط کولو او تحميلولو اقدام يې وکړ .

امريکايانو چې په خپلو پيسو ،وسلو ، تخنيک ، تکنالوژي او وسيعو ميډيايي پروپاګندي امکاناتو مغروره و ، داسې فکر نه کاوه چې دا خوار ، فقير او تازه د جنګ نه فارغ شوی اولس به د دوی سره د مقاومت جوګه شي او هر جنايت او بربريت ته به يې عکس العمل وښودل شي . دوی افغان ملت د تابع کولو خوبونه يې ليدل .

خو افغان اولس په خپله سرشاره مبارزه او پرېمانه قربانۍ د دوی خوبونه او پلانونه باطل او د غرور ورمېږ يې ور مات کړ او په‌دې يې سر ور خلاص کړ چې افغان اولس نه د چا د مهلکو اسلحو نه بېريږي ، نه يې په پيسو خپله ازادي او استقلال پلوري اوترڅو چې امريکايان دلته نظامي حضور ولري مقاومت او مبارزې به ورسره دوام لري .

همدا وجهه ده چې بالاخره د امريکايانو سد سر ته ورغئ ، چې دلته زور مؤثر نه تماميږي ، ځکه چې څه زور يې و په کار يې واچاوه ، خو مقاومت تر پخوا غښتلی ، منظم ، سراسري شو او حتا جهانیان يې هم په حقانيت معتقد شول او نه داسې ګټه ( په وچه کې ايسار او په غرونو پوښلي افغانستان ، چې تر اوسه د خپلو خېټو د ډکولو توان نه لري او د معدنونو او مينرالونو کيسې هم هسې تبليغاتي جنبې لري ) شته ، چې دهغی د لاسته راوستلو د پاره خپل زور او پيسې مصرف کړو . په زرهاوو عسکر يې مړه ، زخميان او په رواني نا روغيو اخته شول ، په تريليونو پيسي مصرف شوې ، جهاني ابرو يې هم ولاړه او د افغان اولس بې مثاله مقاومت او مبارزې د نورو ملتونو د ازادۍ غوښتنې احساس او شوق هم را ژوندی کړ او نور د امريکا د زورنه نه ويريږي او که دې جنګ ته دوام ور کړي دا تلفات او مصارف به نور هم څو چنده شي او هېڅ ګټه به په لاس را نه وړي . نو مجبور دي چې افغانستان ترک کړي او يوه د خټو پوزه بايد ځان ته جوړه کړي ، تر څو دخپل ملت د سوالونو او اعتراضونو د پاره يوه بانه ولري .

راغله خبره د طالبانو او امريکايانو تر منځ مذاکراتو ته .

طالبان چې د اولس بچيان دي او ددې اولس له لوري حمايت کيږي ، بايد په خبرو کې د خپل اولس د دريځ نه چې د اشغال بې قيده او شرطه ختمیدل ، د افغانستان ازادي -خپلواکي – ارضي تماميت ، ملي مقدسات ، ملي ارزښتونه ،ملي منافع په رسميت پيژندل او احترام ورته کول دي دنورو هېوادونو سره د امريکا په شمول ديوه سيال او پارتنرشيپ په شکل رابطې برابرول، يو دبل په داخلي امورو کې مداخله نه کول ، د جهاني سولې او ثبات له پاره صادقانه خدمت کول ، په اقتصادي -علمي -تخنيکي-تکنالوژيکي – ثقافتي برخو کې يو دبل سره همکاري کول دي نمايندګي او دفاع وکړي او په هېڅ قیمت ددې دريځ نه کاږه نه شي .

د افغانستان د طبيعي موادو پلټنه ، تخمينول ، استخراج او ګټه ځنې اخستل دا د اشغال نه وروسته موضوع ده ، چې په هکله به ئی افغان اولس او دهغوی برحقه نمايندګان تصميم نيسي . فعلاا ددې موضوع يادول په خبرو کې هیڅ لزوميت نه لري .

د امريکايانو سره فقط دوی موضوع ګانې ډېری مهمی دي چې پرې بحث او توافق وشي :

اول – د امريکايانو او دهغوی د مؤتليفينو د نظامي قواوو وتل

دوهم – د امريکايانو دا د دروغو تشويش چې افغانستان د نورو هېوادونو د مسلحو مخاليفينو ځاله نه شي رفع کول دي .

نور د راتلونکي زعامت ، ادارې او منجمنټ جوړول د افغانانو کار دئ ، نه د امريکايانو .

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د امریکې د پېژندنی په هکله دوه درې لنډ ټکی: ۱- د امریکې موجودیت د هغو افراطی وطن پرستانه سلائقو د بطلان پوخ سند دی کوم چي د نړۍ د ځینو هیوادونو وګړی ئې د خپل وطن څلور پنځه شپږ اووه او حتی لس زره کلن تاریخی باټو په هکله د ژبی او قلم تر ستونی راباسی. همدا زموږ په وطن کی داسی باټک مؤرخین او د تاریخ مفسرین شتون لری چي فقط د پنځه زره کلن تاریخ د درلودلو د ویاړ په سُرنا ئې د فلک غوږونه کاڼه کړیدی. په ساده ژبه: امریکه فقط درې څلور سوه کلن مدنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x