افغانستان

محمد اشرف غني نيمروز ولايت ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن سهار د يو دولتي پلاوي په مشرۍ د نيمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته رسېدلی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني په به په دې سفر کې له نيمروز څخه چابهار ته د ۲۰ لاريو سوداګريزو توکو د لیږد له پيلېدونکې بهير څخه هم ليدنه وکړي او هم به د نيمروز دولتي چارواکو او قومي مشرانو سره هم وګوري.

ټاکل شوې ده چې له نيمروز څخه په لومړي ځل ۵۷۰ ټنه بيلابيل سوداګريز توکي په ۲۰ موټرونو کې د ايران

چابهار بندر او له هغه وروسته به د بيړيو په واسطه هندوستان ته ولېږل شي.

چابهار بندر چې په ايران کې د افغانستان له پاره د هند له لوري جوړ شوی دی، سوداګريز بندر دی چې له دې لارې د افغانستان سوداګريز توکي نورو هيوادونو ته صادريږی او همدا راز له نورو هیوادونو څخه په اسانۍ سره افغانستان ته سوداګريز توکي وارديږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x