ظريفه غفاري: د میدان وردګ ښاروالي مې حق دی بله دنده نه منم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): شاوخوا اته مياشتې وړاندې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادراې له لوري ظريفه غفاري د ميدان ودرګ د ښاروالې په توګه وټاکل شوه خو تر اوسه یې خپله دنده پيل نه کړه.

نوموړې په افغانستان کې لومړنۍ ميرمن ده چې د يو ولايت د ښاروالۍ په توګه وټاکل شوه خو خپلې دندې ته ونه رسېده او د ميدان وردګ ولایت سيمه ييزو چارواکو او زورواکو يې مخه ونيوله.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري د نوموړې له ټاکل کېدو وروسته غفاري د دندې د پيل هڅې وکړې خو د میدان وردګ ولايت د سيمه ييزو چارواکو له لوري دندې ته پرېنښودل شوه او په دې اړه يې څو څو ځلې د رسنیو له لارې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې حق يې ورته وسپارې خو ونه توانېده چې د میدان وردګ د ښاروالۍ چوکۍ ته ورسيږی.

سيمه ييزو ارګانونو ادارې تيره ورځ وويل چې د ميدان ودرګ ولايت د ښاروالې په توګه د غفاري په ټاکل کېدو د دې ولايت چارواکو او عامو خلکو ددې اقدام مخالفت کړی دی او نوموړې يې په خپل ولايت کې د ښاروالې په توګه نه ده منلې نو ځکه يې غفاري د ميدان وردګ په ځای د کابل د لسمې ناحيې د مرستيالې په توګه ټاکلې ده خو دا پريکره غفاري نه مني.

د سيمه ييزو ارګانونو د وروستۍ پريکړې په اړه غفاري په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي دي چې د سيمه ييزو ارګانونو له ادارې سره يې په هيڅ بديل موافقه نه ده کړې او نه به يې وکړي او د خپل حق غوښتونکې ده.

غفاري ويلي دي چې هره اداره چې قانون نشي تطبيق کولی همداسې غير منطقي تبليغات خپروي.

هغې ويلي دي چې د ميدان وردګ له والي او مشرانو سره موافقې ته رسېدلې ده او د قانون په وړاندې هيڅ ډول فشار ته نه تسليميږي.

نوموړې څو ورځې وړاندې خپلې دندې ته د نه رسېدو وروسته په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي و چې که خپل حق نه راکوئ نو د افغانستان تابعيت راڅخه واخلئ.