روغتیا

د بندونو دردونه؛ لاملونه، پاملرنه او درملنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د بندونو دردونه یوه ستونزمنه او دردناکه ناروغي ده، په دې کې د بندونو اوبه سختیږي او د هډوکو بڼه غوره کړي، بندونه پړسیږي او د سختوالي په حالت کې د بندونو حرکت له منځه ځي او په پایله کې هډوکي کاږه شي.

د بندونو درد اکثره د ښنګري، زنګون، لاسونو بند او څنګل کې وي، دغه ناروغي د نارینه و په پرتله په ښځو کې زیاته موندل کیږي، همدغه ډول ددې کوچنۍ نوعه چې «نقرص» ورته ویل کیږي د پښو او لاسونو ګوتو بندونو کې وي، کوچنۍ ډول یې بیا د ښځو په پرتله په نارینه و کې ډير رامنځته کیږي.

نښې او لاملونه

د عصري طب پوهان د بندونو درد تر ټولو ستر لامل د متیازو تیزاب (uric acid) ښيي، همدا ډول د کولیسترول زیاته اندازه هم ددې ناروغۍ لامل کیږي، په وینه کې د سوډیم، پوټاشیم او کلسیم زیاته اندازه هم د بندونو د درد لامل کیدلای شي.

سګریټ یا شراب څښل، قبض، په خوراک کې بې اعتدالي، له اندازې زیات چاغوالی، د غوښې زیات استعمال، د معدې خرابوالی، ټپي کیدل، سوزاک او زهرجنه تبه، له دې پرته په تریخي، بلغم او یا وینه کې له طبیعي حالته زیاتوالی هم د بندونو د درد لامل کیږي.

په ښځو کې د بندونو ناروغۍ یو ستر لامل له وخت وړاندې د امیندوارۍ او یا میاشتنی ناروغۍ رامنځته کېدل دي، هغه ښځې چې د زیږیدنې نه وروسته د ګرمو او یخو ساتنې پام نه کوي او یا په مخصوصو ورځو کې له وخت وړاندې غسل کوي دوی هم د بندونو دردونو سره مخ کیږي.

له دې پرته دغه ناروغي په میراثي ډول هم رامنځته کیږي، په میراثي ډول کې د پښو ګوتو بندونو کې درد رامنځته کیږي، ګوتې پړسیږي او ځینې وخت له دردونو سره ساده تبه هم رامنځته کیږي.

د تجربې له لحاظه ثابته شوې چې د بندونو درد بل لامل غیر معیاري او مخلوط خوراکونه، د وریجو زیات استعمال، د غټې غوښې کباب، فاسټ فوډ، ګازي څښاک، د بیکرۍ خوراکونه (کلچې، کیک او میټایي) او ترخې مصالحې استعمالول دي.

پاملرنې

پام مو وي چې په ورځني خوراک کې د غوښې، وریجو، لوبیا، دال، مټر، شنبه سابه، بینډۍ، چای، د سګریټ یا شرابو نشه، ګازي څښاک، په بیکرۍ کې جوړ شوی خواږه خواړه، ګازي او تروش خواړه هره ورځ ونکړل شي.

ددې سربېره دې ورزش ورځنی عادت وګرځول شي، د بندونو درد یا سختوالی د ورزش په کولو له منځه تللی شي، په داسې حال کې چې ناروغ نشي کولای د بندونو ناروغۍ له کبله قدم واخلي هم باید په ډیره سختۍ کې ورزش ته دوام ورکړي، دغه کار به یې په یوه اوونۍ کې روغ کړي.

کورنۍ نسخې

کله چې بندونه سخت شي او پړسوب یې زیات شي، ددې لپاره د توتانو پاڼې ګټورې دي، د نرموالي او د حرکتونو نورمال ساتلو لپاره د (توتانو تازه پاڼو په جوشانده) هغه ځای ته ټکور ورکړئ او یا یې پاڼې جوش کړئ او په هغه ځای یې واچوئ، له ټکور وروسته یې په میجک طبیعي تېلو (Magic Oil) ومښئ او تر نیم ساعته یې له هوا پټ وساتئ، دردونه به مو له منځه ولاړ شي.

همدا ډول یوه توله (سورنجان شیرین) په شنه دڼیا کې ګډ کړئ او بیا پرې اغیزمن بندونه ومښئ، دغه د چټک خو موقتي درد او پړسوب له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره نسخه ده، هغه کسان چې د بولو تیزاب څخه یې د همیشه بندونو درد رامنځته شوی وي هغوی دې د زنجبیل «سونډ/ادرک»، (ګوکرو او آسګند) څخه یوه اندزاه کیپسول جوړ کړي، د مکو او بادیانو اوبو سره دې هره ورځ په نهاره سهار او ماښام یوه یوه دانه وخوري، د بندونو دردونه به یې له منځه ولاړ شي او په کولیسترول او شکر کې هم کموالی راولي.

معده بدن کې د ناروغیو مور بلل کیږي، که معده ناجوړه شي بدن ټول ناجوړه وي، لکه څرنګه مو چې وویل د معدې خرابولی هم د بندونو دردونو لامل کیږي، ددې لپاره کوښښ باید دا وي چې معده روغه وساتل شي، هغه ښځې چې عمر یې له څلویښت کلنۍ پورته وي د بادیانو، ویلني، ځیرې او سپیرکۍ اوبه سهار ماښام څښل عادت جوړ کړي.

همدا ډول نارینه باید له ۳۵ کلنۍ د (جوارش یا ګوارش جالینوس) استعمال پېل کړي، دا یو داسې طبیعي ترکیب دی چې له بدن څخه زهرجنې مادې، کولیسترول، د بولو تیزابیت، د بلغم، تریخي او وینه کې اضافي اندزاه له منځه وړي.

اړین یاداښتونه

په یاد ولرئ چې ورزش زمونږ په بدن کې هر غیر ضروري زهرجنې مادو له منځه وړلو ستره سرچینه ده، ورځنۍ ورزش مو د خوراک په څېر عادت وګرځوئ، د دوه خوړو ترمنځ لږ تر لږه د ۶ او ۸ ساعتونو ترمنځ فاصله وکړئ، ځکه چې معده په سمه توګه خواړه هضم کړي.

ددې سربېره د غوښو او کبابونو پرځای سبزي او تازه میوه چې وسپنه ولري غوره کړئ، هغه کسان چې سګریټ او یا بله نشه کوي باید په یاد ولري چې دا یوازې د بندونو دردونه نه رامنځته کوي بلکې د سلو نورو سرطاني ناروغیو (زړه، بولو تیزاب، کولیسترول، سرطان او داسې نور) لامل هم کیږي.

(په پورته لیکنه کې ذکر شوې مادې او نومونه عجیب او د هر چا له پوهې بهر دي، ددې لپاره یاد نومونه په یوه کاغذ ولیکئ او پنساري یا حکیم ته یې ویسئ تر څو یادې مادې درته وسپاري).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

جزاک الله خیرا.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x