غزل: ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

عشق د منصور ستایو ښکلا مو ده ،د دار فلسفه
تل مو غندلې ده ، په مینه د زینار فلسفه

کیف د وجود کړلو ، په وجد د منصور مریدان
چې یې د دار مراقبه کړه د ایثار فلسفه

نن چې شبلي نشته،پرې څوک به د ګل واری وکړې؟
د کوثر جام ته رسوي بې د خمار فلسفه

چی ریږدیدل ترې د شیطان د پیروانو زړونه
پره کړه ، هغه د پاڅون ستورو د مدار فلسفه

شو سره غاړه غړۍ ، ښه په ښه سپیڅلې مینه
لکه د عشق ګریوان ته ستن، چې وړي د تار فلسفه

شوه یې بې قدره ، دې بدرنګ ښار کې سیکه د ښایست
یوسفي حسن تې لیلام ږدي د بازار فلسفه

د زولنو له شرنګه خوند اخلي ملنګ طالب جان
کړه یې مهار بیا د رباب او د سیتار فلسفه

اه ! د شهید شپونکي شپیلۍ د ویر سندرې وایي
بیا یې نغمې ستایي د خوژ زړه د پرهار فلسفه

را وړې تختې بې د رحیل ، اوس د تابوت لپاره
لاړه ماشـومو ، تلوسو نه د چنار فلسفه

بیا انتقام به یې غازیان له دې مغرورو اخلي
ازار وهلي ، بې وهي بیا د ازار فلسفه

ها کړی ژمنې یې پوره کړې د خپل سرپه بیه
ثاقبه ! زړو نه د زلمو وتې د ډار فلسفه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د