د ننګرهار په مومند دره او دور بابا ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): پرون د شنبې په ورځ چې د فبروري له ۲۳مې نېټې سره سمون خوري د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخیل لخوا د ننګرهار ولایت په مومندره او دور بابا ولسوالیو کې د دوه بېلا بېل روغتونونه د بنسټ ډبره کيښودل شوه او پر لومړنۍ چارو يې کار پېل شو.

د ننګرهار چارواکو په وینا د ۷۳نیم ملیونه افغانیو په مالي لګښت درې روغتیایي مرکزونه جوړیږي، چې د یوه چارې سر ته رسیدلي او د دوه نورو رغونې چارې پېل شوې، دوی زیاتوي چې د روغتیایي مرکزونو لګښت او رغونه د عامې روغتیا له بودجې ورکول کیږي چې د خلکو اړتیا ته په کتو به پر مجهز وسایلو سمبال وي.

ددې روغتونونو له ډلې یې د یوه چارې سر ته رسیدلي، چې د ۱۳نیم ملیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ لس بستریز روغتون د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې ورغول شو.

د ننګرهار والي میاخیل په وینا چې دغه روغتیایي مرکز په اړینو وسایلو سمبال شوی او د یوه کال په موده کې یې د جوړونې چارې ترسره شوي دي.

د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې ۲۵ بستریز روغتون د عامې روغتیا وزارت له لورې د ۳۵ ملیونه افغانیو په مالي لګښت جوړیږي چې د والي لخوا یې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

بل روغتیایي مرکز به په دور بابا ولسوالۍ کې د ۲۵ ملیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شي، دغه روغتون به په نویو تجهیزاتو سمبال او شل بسترونه به ولري.

یاده دې وي چې د ننګرهار ولایت زیاتره ولسوالۍ د روغتیایي مراکزو او آن د کوچنیو کلینیکونو څخه هم بې برخې دي چې اوسیدونکي په دې لړ کې له یو شمېر ستونزو سره مخ دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د