
پر چابهار بندر د صادراتو لومړی کاروان نن هند ته خوځېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): د چابهار بندر له لارې د صادراتو لومړی کارن نن هند ته خوځېږي، چې په مناسبت يې محمد اشرف غني هم نیمروز ته رسېدلی دی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې محمد اشرف غني په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کوي، چې د هند او ایران سفیران هم د دې غونډې برخهوال دي.
په دې بارو وړونکو موټرو کې ټول ۵۷۰ ټنه مواد دي، چې په ۲۳ کانتینرونو کې به له نیمروز نه د ایران سیستان او له هغه ځایه به بلوچستان ته وخوځېږي.
له هغه وروسته به د کښتیو په وسیله د چابهار بندر له لارې د هند نیوا، شیوا او مندرای بندرونو ته ورسول شي.
له هند سره د راکړې ورکړې دا لار ارزانه او اسانه بلل کېږي.