محقق: زما لرې کول د اشرف غني صلاحیت نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي، د حکومت نیم شریک محمد اشرف غني يې د لرې کولو صلاحیت نه لري او هره ورځ خپلې دندې ته منظم روان وي.

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، چې د ده د لرې کولو په اړه د اشرف غني د فرمان تر میاشت ډېر وخت وځي، خو ده یوه ورځ هم غیر حاضري کړې نه ده.

محقق وايي، د اجراییه ریاست ځواب دا دی، چې محمد اشرف غني له مشورې پرته پر خپل سر دا فرمان صادر کړی چې د تطبیق وړ نه دی.

په ورته وخت کې په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري دعوه کوي چې دوی پرې امتیازات بند کړي دي.

هغه وايي، دوی معاش او نور امتیازات نه ورکوي، خو دا چې بیا هم ولې دفتر ته ځي، په وینا يې «له ده وپوښتئ!»

شاوخوا میاشت وړاندې محمد اشرف غني د محمد محقق د لرې کېدو فرمان ورکړ، خو لا يې هم عملي شکل خپل کړی نه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په حکومت کې د فرمانونو بې ارزښتي په ډاګه کوي، بلکې تر دې وړاندې په بلخ کې پخواني والي عطامحمد نور هم اشرف غني د صادر کړي فرمان اړوند په ډغرو کې ستومانۍ ته نږدې کړ.

یاده دې وي د دې تر څنګ د دولت په نورو ارګانونو کې هم خپل‌سرۍ اوج ته رسېدلې دي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني شاوخوا دوه کاله وړاندې د ولسي جرګې له لوري صلب صلاحیت شو، خو لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د