افغانستان

طالبان: یوناما د ملکي تلفاتو له حساسې موضوع بده ګټه اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یوناما؛ وايي په تېر میلادي کال کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ډېره شوې ده.

د دې دفتر د خپرو کړو معلوماتو له مخې ټول ۳۸۰۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ۷۱۸۹ نور ټپیان دی، چې ۹۲۷ تنه يې یوازې ماشومان دي.

یوناما د دې مرګ‌ژوبلې ۳۷ سلنه پړه د طالبانو بللې، ۲۰ د داعش جګړه مارو او یوازې شپږ سلنه پکې بهرني ځواکونه پړه بلل شوي دي.

طالبانو د یوناما دا راپور له انصافه لرې بللی او تور يې پرې پوری کړی چې له دې بشري حساسې موضوع هم بده ګټه اخلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلو څرګندونو کې ویلي: «مجاهدین د ملکي خلکو له ژوند سره تر وروستۍ کچې احتیاط کوي او یوناما داسې هيڅ بیلګه نشي ښودلی چې ثابته کړي د مجاهدینو په کوم برید کې دې په قصدي ډول ملکيانو ته دومره سلنه مرګ ژوبله اوښتې وي.»

طالبان چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې ځانګړی کمیسیون لري، له خپله ادرسه د ملکي تلفاتو شمېر نه دی خپور کړی، خو د یوناما په خپرو کړو ارقامو کې يې ۸۳ سلنه مسؤلیت د امریکايي او دولتي ځواکونو بللی دی.

«د ملکي تلفاتو په سلو کې ۸۳ سلنه پیښې په امریکايي ړندو بمبارونو، د خلکو په کورنو چاپو، د کابل ادارې د عسکرو لخوا د ثقیله وسلو د استعمال او د اربکي ملیشو لخوا د خپل سرو کړونو په نتیجه کې رامنځته کیږي چې افغان اولس يې د سر په سترګو ګوري.»

طالبانو د امریکايي سرچینو هغو معلوماتو ته اشاره کړې، چې په تېر میلادي کال کې يې د ۷۰۰۰ بمونو د غورځولو پخلی کړی، نو «که د یو امریکايي بم وزن اقلا ۲۰ کیلو ګرامه فرض کړو نو د امریکایانو لخوا ټولټال ۱۴۰۰۰۰ کیلو بارود د خلکو په کورنو، کلیو، بازارونو، مساجدو، کلینیکونو او عامه تأسیساتو غورځل شوي.»

طالبانو پر یوناما غږ کړی چې له حقیقته لرې راپورونه يې بده ګټه اخیستنه په ډاګه کوي او ښيي چې دا اداره د خپلو اصولو خلاف هم ګامونه اخیستلی شي.

«اسلامي امارت د یوناما دا ډول له انصاف څخه لرې راپور د ملکي تلفاتو غوندې حساسې بشري موضوع څخه سوء استفاده کول بولي او داسې عمل د ملګرو ملتونو له ټولو منل شوو اصولو او خپله د یاد سازمان د تأسیس له روحيې څخه خلاف عمل ګڼي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
M.ismail

Dear brothers
You should know by now that all of these people under any name or organization are part of invading force and they just show on there reports what is good for them. So there is no crediblality to there reports.all these people has to go with the invading forces from Afghanistan..we do not want any foreigner in Afghanistan.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x