افغانستان

کندوز؛ د شیرخان بندر له ښاروالۍ د موټر چلوونکو شکایت

نن ټکی اسیا (یکشنبهو ۵کب، ۱۳۹۷ل): کندوز کې د شیرخان بندر ښاروالۍ نه، باروړونکي موټر چلوونکي شکایت کوي او دغه ښاروالي پر ناقانونه پیسو اخیستلو تورونوي.

دوی وايي، د ښاروالۍ مامورین په بېلابېلو نومونو پیسې ترې اخلي، خو په بدل کې يې د پیسو اخیستو کوم سند هم نه ورکوي.

شیرخان بندر کې د سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي شمس الله وايي، حکومت باید دې ناقانونۍ مخه ونیسي، کنه پر سوداګریز فعالیت به بده اغېزه ولري.

هغه ازادي راډيو ته ويلي، که حکوم مناسب ګام پورته نه کړي، ښايي د سوداګریزو فعالیتونو کچه را ټیټه کړل شي.

یوازې د هېواد شمال کې باروړونکي موتر چلوونکي شکایتونه نه کوي، بلکې د هېواد ګوټ ګوټ کې پر لویو لارو د پرتو پوستو له پولیسو هم د پیسو اخیستو شکایتونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

واکیعن هم داسی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x