افغانستان

نبیل: داعش پروژه، ځينو چارواکو ډېره لویه معرفي کوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ويلي، داعش جګړه مار د پاکستان پروژه ده او ځينو افغان چارواکو يې د لویولو هڅې کړې دي.

هغه له شمشاد تلویزون سره خبرو کې د کوم چارواکي نوم نه دی په ډاګه کړی، خو په وینا يې د هغو چارواکو هڅې بې پایلې شوې او داعش ورځ په ورځ کمزوری کېږي.

دې پخواني استخباراتي چارواکي دا هم وویل، چې یو پخواني چارواکي له ایران سره رسمي هوکړه کړې چې له طالبانو دې ملاتړ وکړي، چې داعش پکې وځپل شي.

نوموړي د کوم چارواکي نوم وانه خیست، خو دعوه يې وکړه چې له طالبانو سره لیزرې وسلې د ایران د مرستې ښکارندوی دي، دا هغه دعوه ده چې په کابل کې د ایران سفارت او طالبانو پرلپسې رد کړې ده.

نبیل په داسې حال کې د داعش پر پروژه‌یی توب اعتراف کوي، چې یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل داعش امریکا ته «نېغ ګواښ» یاد کړ.

داعش چې د لومړي ځل لپاره يې ننګرهار کې سر راپورته کړ، په لومړیو کې د ملي شورا ګڼو غړو د امریکا، حکومت او پاکستان ګډه پروژه یاده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx