نړۍ

تازه خبر: ملا برادر قطر ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر هیواد ته تللی دی.

نن ټکی اسیا ته رارسیدلي راپورونه وايي چې نوموړي نن د ورځې په وروستیو کې دغه هیواد ته رسیدلی دی.
هغه په داسې حال کې قطر ته تللی چې ټاکل شوې سبا د دوشنبې په ورځ د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د مذاکراتو پنځمه ناسته په دغه هیواد کې پیل شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه به پخپله په مذاکراتي ناستو کې ګډون وکړي او که نه، خو تېره اونۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د دوی لخوا د مذاکراتو لپاره ځانګړی ټیم ټاکل شوی او همدا ټیم به خبرې پرمخ بیايي.

د راپورونو له مخې له هغه سره په دې سفر کې ملا امیرخان متقي، مولوي مطیع الحق او مولوي عبداللطیف منصورهم ملتیا کوي چې درېواړه د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي دي.

ملا عبدالغني برادر د تېرې جنوري په ۲۴مه د طالبانو د مشر د سیاسي معاون او په ورته وخت کې د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ملا برادر دغه هیواد ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ښه خبر دی ، الله ج دی د ملا صاحب برادر تګ قطر او رشتونی اودایمی سوله کی بختور کړی الله ج دی ورته په قدمونو او خبرو کی برکت او اغیزه زیاته کړی. زه باور لرم چه طالبان زمونږ په شان عادی انسانان نه دی هغوی الله ج د دغه لوی دندی د پاره چه الهی نظام به قایموی انتخاب کړی نو د الله ج لارښودنی او لاس اړونی ورسره ملتیا لری. د مثال په ډول د اسلام اباد غونده بی له دی چه طالبان بکی په دی تور بدنام شی چه ګوندی طالبان د پاکستان د تاثیر او… نور لوستل »

اورتور

قطر دفتر ته د ملابرادر اخند رسیدل یو په زړه پوری خبر دۍ،خو ورته سیاسی کړنو او پیښو ته معجزه ئی رنګ ور کول مأورائ تعقل کار ګڼل کیدایسی.

غوربندي

الحمدلله

ښاغلي طيب اغا، معتصم اغاجان او محمد رسول اخند ته د مخالفت او بهانو هېڅ ځای نه شو پاته ،،، والحمدلله

که دوی خدای مکړه بيا هم مخالفت ته دوام ورکړي نو وېره شته چې شرعا په بغاوت کې ولويژي، او د دواړو دنياوو خسران يې نصيب شي.

لونګ

زما خو اوس هم شک شته چی هغه به په پاکستان کی وي. حقیقت به هغه وخت معلوم شی چی د قطر غونډه کی راښکاره شي. ګوری به چی ووایی ملا خو قطر کی دی خو له امریکایان سره اوس محال خبری نشی کولای. ههههههه

غوربندي

هلکه خليلزاد خو به منې

هغه نن ټويټېدلی او ويلي يې دي چې له ملابرادر سره مې وليدل

لونګ

یاره غوربندی صیب دا ملایانو څه چف او پوف نه یی پریکړي. ملا برادر هغه چیری لیدلی خدای خبر کوم هلمندی به یی ور وړاندی کړی وی چی دا ملا برادر دی. خو هر څه چی دی الله د وکړی چی د دی غونډی نتیجی سره یو دایمی اوربند رامنځ ته شی.

غمی،پښتین

ښی چاری.
ملا برادر، ملا پدر، ملا کاکا ،ملا دښمن ،موږ ته مهم نه دی،موږ سوله او اوربند غواړو

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x