نړۍ

سعودي د لومړي ځل لپاره امریکا کې ښځينه سفيره ټاکلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز خپل زوی خالد بن سلمان هېواد ته راغوښتی او د شاهي کورنۍ غړې امیره ريما بن بندر بن سلطان يې د لومړي ځل لپاره د خالد پر ځای په امریکا کې سفيره ټاکلې ده.

شهزاده خالد بن سلمان پخوانی پيلوټ او په امریکا کې د سعودي سفير د دفاع وزارت مرستیال ټاکل شوی دی.

امیره ريما د بندر بن سلطان لور ده او پلار يې هم له ۱۰۹۸۳ تر ۲۰۱۵ کاله پورې په امریکا کې د سعودي سفير و.

اميرې ريما له خپل پلار سره په امریکا کې ژوند کړی، لوړې زده کړې يې هم په امریکايي پوهنتونونو کې حاصلې کړي او په ۲۰۰۵ کال کې  خپل هېواد له ستنېدو وروسته يې د سعودي په استخباراتي ادارو، د کار او  ټولنيزو چارو وزارت او همدارنګه د سپورټ په وزارت کې هم په لوړو څوکيو کار کړی دی.

آغلې ريما له ټاکل کيدو وروسته په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې دا به د خپل هېواد، چارواکو او ټولو ماشومانو د ګټو لپاره خپلې  ټولې هلې ځلې په کار اچوي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د هغه زوی وليعهد محمد بن سلمان له لوري په هېواد کې ښځو ته د موټر چلولو او نورې ازادۍ له ورکولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د شاهي کورنۍ يوه مېرمن په بهرني هېواد کې د سفيرې په توګه ټاکل کيږي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې شهزاده خالد بن سلمان ولې د سفير په توګه له دندې ګوښه او د دفاع وزارت مرستيال ټاکل شوی، خو د تېر کال اکتوبر مياشت کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته ګڼ شمېر امریکايي سناتورانو ويلي و، چې شهزاده خالد بايد د ټګۍ او درواغو ويلو له امله له امریکا وشړل شي.

د امريکا مشرانو جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کورکر ويلي و ، چې جمال خاشقجي د شهزاده خالد په ډاډ د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و او هلته وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

اوس نو دانازه ولی سفیر به هیڅ کله هم له امریکانه ورته راونه شړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x