د نبي «۸۱» منډو او د راشد هیټریک افغانستان ته تاریخي بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د آلراونډر محمد نبي برق رفتار ۸۱ منډو او د راشد خان پنځه ویکټو افغانستان ته په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې تاریخي بریا ورکړه.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان لوبډلې ایرلینډ ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز یې په درې-صفر وګاټه، په دې سره افغانستان په شل اوریزو لوبو کې د سیالیو ګټلو ریکارډ ته ادامه ورکړه.

په توپوهنه کې د افغانستان لخوا محمد نبي په زړه پورې چټکه توپوهنه وکړه او یوازې په ۳۶ توپونو يې ۸۱ منډې جوړې کړې، چې په کې ۷ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې، د نوموړي توپوهنې په مرسته افغانستان ایرلینډ ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه، په یاده لوبه کې حضرت الله ځاځي چټکې ۳۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ایرلینډ لوبډلې د کیوین اوبراین په زړه توپوهنې غوره پېل وکړ، خو وروسته د راشد خان غوره توپ اچونې ایرلینډ لوبډله ۱۷۸ منډو پورې محدوده کړه، کیوین اوبراین ۷۴ منډې جوړې کړې.

راشد خان په لومړي وار په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو هیټریک وکړ، نوموړی لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې هیټریک وهي، سربېره پر دې ګوګلي ماسټر اووم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هیټریک وهي.

راشد خان په خپلو څلور اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې، له ده پرته ډیبوټنټ ضیا‌ءالرحمن شریفي په خپله لومړۍ سیالۍ کې ۲ ویکټې واخیستې.

یاده دې وي چې تېره ورځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپوهنې سره یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د