نړۍ

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۶ ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د هند په شمالي اسام ايالت په دوو سيمو کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۶ ته لوړ شوی دی.

اې ايف پي خبري اژانس ويلي، چې د اسام په ټولو روغتونونو کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله له دوو سوو زيات کسان بستر دي او کېدای شي د مړو شوو کسانو شمېر نور  هم زيات شي.

د اسام ايالت چارواکي وايي، د زهرجنو شرابو د څښلو له امله ۸۵ کسان په ګولګهات سيمه کې مړه شوي او  ۷۱ نور په جورهت ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

د اسام ايالت کمشنر اشوتوش اګني رسنيو ته ويلي، چې په شرابو کې د متيهايل الکحول په نوم کيمايي مواد ګډ شوي او ډېری څښونکي يې د سيمې بزرګران وو.

دغه کيمياي مواد عصبي نظام ګډوډوي.

پوليس وايي، چې  د زهرجنو شرابو جوړولو په تور يې د شرابو د کارخونو اته څښتنان او کار کوونکي نيولي دي.

په هند کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله د خلکو د مړينې راپورونه ډېر ترلاسه کيږي او تر دې وړاندې په تېره جنوري مياشت کې هم اترپرديش ایالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله ۹۲ کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x