بلوچستان: ناټو ته تیل وړونکي ټانکران تر برید لاندي راغله
نن سهار شااوخوا لس بجي وي چي له کراچي څخه وکوټي ته په لاره، په افغانستان کي وناټو ځواکونو ته تیل وړونکي ټانکران دنامالومو وسلوالو تربرید لاندي راغله .
برید کي دوه ټانکره په مکمله توګه له منځه تللي دي، خو دمرګ اوژوبلي په اړوند کوم خبر ندي ورکول شوي.
وسلوالو کسانو له برید څخه وروسته سیمه خوشي کړیده، اړونده امنیتي چارواکو دپیښي پخلی کړیدي، پلټني یی شروع کړیدي تر اوسه پوري کوم څوک په لاس ندي ورغلي.
بخت الرحمن بخت