ټکنالوژي

د هوواوې نوی مبایل چې په درې ثانیو کې یو جي بي فلم ډاونلوډوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهور شرکت څو ورځې وړاندې د امریکا په سان فرانسسکو کې د یوه نندارتون پرمخ خپل نوي پنځه ځیرک مبایلونه وړاندې کړل، چې له مخې یې په لومړي وار کات کېدونکی مبایل هم وړاندې کړ.

له هغې یوه اوونۍ نه ده تېره چې نن د یکشنبې په ورځ د اسپانیا په بارسلونا ښار کې د یوه نړیوال نندارتون پرمخ هوواوې شرکت خپل نوی کات کېدونکی ځیرک مبایل وړاندې کړ چې د سامسنګ کات کېدونکي مبایل څخه زیات په زړه پورې دی.

هوواوې شرکت دغه مبایل چې (Mate X) نوم ورکول شوی د نړۍ تر ټولو چټک مبایل نومولی دی چې په (5G) خدمتونو سنبال دی.

ددې کات کېدونکي مبایل مخې خوا ۶.۶ او شاخوا ۶.۳۸ انچه ډیسپلی ورکړل شوې ده، خو د پرانیستلو په حالت کې ۸ انچه ډیسپلی چې د تابلیت بڼه غوره کړي، په دې مبایل کې په یوه وخت دوه اپلیکشنې هم کارول کیږي (سامسنګ مبایل په یوه وخت د درې اپلیکیشنو کارولو وړتیا لري).

کله چې دغه مبایل پرانیستل شوی وي ۵.۴ ملي میتره ستروالی خو چې کات شي ۱۱ ملي میتره ستروالی لري، دا مبایل د سامسنګ کات کېدونکي مبایل څخه نری دی.

په دې مبایل کې د ګرپ په نوم ځانګړتیا ځای پرځای شوې چې په یوه لاس د استعمالولو وړتیا هم لري.

هوواوی میټ ایکس کې د ۷ نانومیټر کیرین ۹۸۰ پياوړی پراسیسر ځای پر ځای شوی، په دې کې ۵۰۰۰ د بالون فایو جي موډیم ورکول شوی، همدا ډول ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظه ورکړل شوې ده.

شرکت ادعا کوي چې ددې مبایل د فایو جي موډیم دومره چټک دی چې ددې ډاونلوډولو سرعت ۴.۶ جي بي پي ایس (GBps) دی یعنې د پخواني 4G موډیم څخه لس چنده او د کوالکو ایکس ۵۰ فایو جي موډیم څخه دوه چنده چټک دی.

ددې په پرتله د سامسنګ ډاونلوډ سرعت چې «ایکسینوس ۵۱۰۰ فایو جي موډیم لري» ۲.۳ GBps» دی، په میټ ایکس کې د ډاونلوډولو سرعت دومره چټک دی چې په درې ثانیو کې یو جي بي ویډیویي فلم ښکته کولای شي.

په هوواوې میټ ایکس کې ۴۵۰۰ ملي امپیره پاور سیل بیترۍ ورکول شوې ده، په داسې حال کې دا د ۵۵ واټه چارچنګ ملاتړ کوي، یعنې په نیم ساعت کې ۸۵ سلنه مبایل چارجولی شي، ددې مبایل په کور تڼۍ ددې فنګر پرنټ هم نصب شوی دی.

هوواوې شرکت ددغې مبایل بیه «۲۲۹۹» یورو یا «۲۶۰۰» ډالره ایښې ده، چې د سامسنګ کات کېدونکې مبایل نه پورته ده، دا به د نړۍ تر ټولو لوړ بیه ځیرک مبایل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x