شعـــــرونه

غزل: شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

په چا پسې کوم خواږۀ کاتۀ په دېوالۀ
او کلی پسې ګورم دېوالۀ په دېوالۀ

نالوستي پلار، له لوستي زوی نه وپوښتل، بچيه!
ليکلي وو په غټو تورو څۀ په دېوالۀ؟

د مور له جنتي لاسونو زر ځلې قربان شم
مړۍ را ګرموي د تنارۀ په دېوالۀ

دا څۀ مطلب چې څوک درته له شا نه غلی ګوري؟
دا څۀ مطلب چې څوک کېږدي رانجۀ په دېوالۀ؟

مسکا نه ډک انځور دي واخله تۀ په انځورګر
بېلتون کې به يې و ځړوم زۀ په دېوالۀ

ګرمي وي، سره غرمه وي، زۀ له کاره ستړی راشم
چا ايښي وي خوږې يخې اوبۀ په دېوالۀ

که يار دي شفاعته! خبروې د زړۀ په زخم
انځور کړه په چاړه وهلی زړۀ په دېوالۀ

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x