
کجورې عصاب پياوړي کوي
سیداصغر هاشمي
کجوره د جنت مېوه ده اود انسان لپاره ډېره ګټوره ده نو ځکه په خوړواو درملوپه جوړولوکې ترې کار اخېستل کېږي. الله تعالی فرمايي:
(فَاَجَاۗءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰى جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ قَالَتْ يٰلَيْتَنِيْ مِتُّ قَبْلَ ھٰذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَّنْسِيًّا 23فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَآ اَلَّا تَحْزَنِيْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا 24وَهُزِّيْٓ اِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا 25ۡ)( مريم ۲۳ـ ۲۵)
ژباړه:بي بي مریم د ماشوم راوړلو د درد له زوره د کجورې د ونې لاندې ولاړه وه او ويې ويل:کاشکې وړاندې له دې نه مړه شوې وای او پوره هېره شوې وای، د هغې د پښو لاندې غږ وشو، چې مه غمجنه کېږه! چې الله تعالی ستا له پښو لاندې د اوبويوه چينه روانه کړې او د ونې ښاخ د ځان لورته وڅنډه، چې تا ته تازه کجورې راتوی شي.
نننوطبي تحقيقاتوزبادکړې چې کجوره د اميدوارو مېندولپاره ښه خواړه دي، همدارنګه حاملې ښځې د ماشوم د راوړلو وروسته بايدکجورې وخوري، خرما د اميدوارو ښځوشيدې زياتوي او تحريکوي يې نوځکه يې خوړل سم کار دی.
په کجوره کې ډول ډول انرژي موجوده ده اوهغه ښځې چې د وینې بهيدو ناروغتيا لري اوهروخت د کمزورتيااحساس کوي، د کجورې خوړل ورته شفاموندونکې ده. که چېرې يوکس د ورځې يوه خرمااو يوګيلاس اوبه وڅکي نود بدن ټوله غذايي اړتيايي پوره کېږي.
(اوکسي توسين) يوه ماده ده او په طبابت کې د درملو په توګه د ماشوم د راوړلو د بهير د چټکتيا لپاره کارول کېږي، سربېره پر دې دغه ماده د مور شېدې هم ډېروي، په کجوروکې د دغې مادې شتون په يوازې توګه د قرآن کريم اعجاز او د دغي مادې ارزښت څرګندوي.
کجوره د ډېرو ويټامينونو، منرالونو، غوړو، پروتينو، د نه جذبېدونکې قندو او فايبرو درلودونکې ده، سوډيم،پوتاشيم، کلسيم، مګنېزيم، اوسپنه، سلفر، فاسفورس، کلورين او د A او B ويټامينونه په کجوره کې شته.
کجوره د وېنې جوړېدل په عضويت کې زياتوي، د حمل په دوران کې له زړه بدوالي مخنيوی کوي، د وجود له ودې سره مرسته کوي، د سترګو د ليدلو ځواک او اعصاب ځواکمنوي.
د کجورو په اړه نوې پلټنې ثابتوي چې دا ټولې خبرې د الله تعالی حکمت او مهرباني څرګندوي. (۳۱: ۱۳۶ــ ۱۳۸ مخونه)