شعـــــرونه

غزل: منيب احساس

منيب احساس

خدایه! شهید شول جماتونه زمونږ
وران ویجــــاړ دي محرابونه زمونږ

تري تور لوګي پورته کیدل ومي لیدله
وه سوي مدرسه او کتابـونه زمونږ

نه مو مکتب نه کلېنیک له بمبار پاته دی
په لمبـو سـوي دي ښــارونه زمونږ

کلي مو ړنګ تري ګنډوالي جوړي دي اوس
په بمـو پورته شول کورونه زمونږ

هره خوا غم دی خوشاليو رانه ګډه کړي
چم خزان وران مازدیګرونه زمونږ

ټوکیدلي هیلي امیدونه رانه واخلي واړه
کړل ټپي ټپي یي ارمــانونه زمونږ

تر څو به مو منیب احساسه دغه حال وي
له درده ډک فرهر دي زړونه زمونږ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

څه چی تللی د هغو ډيره پروا مه لره
هيله وخدای ته توکل پرخپل مولا ولره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x