دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم توبه او استغفار«شپږمه برخه»

عبدالمالک همت

عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : كَانَ يُعَدُّ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْمَجْلِسِ الْوَاحِدِ مِائَةُ مَرَّةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَقُومَ: « رَبِّ اغْفِرْلِي وَتُبْ عَلَيَّ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الْغَفُورُ» مسلم، کتاب التوبة، باب سعة رحمة الله (٦٨٧٢ / ٢٧٥٤) حديث.

ژباړه: له حضرت ابن عمررضي الله عنهما څخه روايت دى چي ما په يوه مجلس کي شمېرل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخه تر دې چي ولاړ سي ( له مجلسه پاڅي) سل واره دا دعا وکړه: « اى ربه ! ما وبخښه او زما توبه قبوله کړه. بې شکه چي ته توبه قبلوونکى او بخښونکى يې ».
قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ :

« وَاللَّهِ إِنِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي الْيَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّةً » صحيح البخاري، کتاب الدعوات، باب استغفار النبي (٦٣٠٧ / ١) حديث.

ژباړه: حضرت اوبو هريرة رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: په لوى څښتن لوړم چي زه د ورځي تر اويا وارو زيات له لوى څښتن څخه بخښنه غواړم او توبه ورته کاږم.

د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره زيات توبه او استغفار د دې لپاره نه وو چي نعوذ بالله هغه په ګناه اخته کېدى، ځکه چي هغه له کناه څخه پاک او معصوم وو ، بلکي د دې لامل داوو چي رسول صلی الله علیه وسلم د عبديت او بنده ګي تر ټولو لوړ مقام او دريځ ته رسېدلى وو. له دې امله هغه په خپله پوهېدى چي ښايي زما څخه د الله تعالى په بنده ګي او عبادت کي کوم کمى راغلى وي او زه هغه بنده ګي ونه کولاى سم چي د لوى او ذوالجلال څښتن د شان سره وړ او لايقه ده.

دغه راز د هغه صلی الله علیه وسلم موخه له دې دغونه استغفار او توبې څخه دا وه چي خپل امت توبې او استغفار ته وهڅوي.

حضرت علي کرم الله وجهه به فرمايل: د ځمکي پر مخ د الهي عذاب څخه د خوندي توب او امن دوه پناه ځايونه وه، چي يو اوس نسته او بل پاته دى.

ځکه نو دغه دوهم پناه ځاى غوره کړئ. کوم پناګاه چي اوس زموږ په منځ کي ژوندى نه دى پاته ، هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم دى. او کوم چي پاته دى هغه استغفار دى. لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (33)﴾ [الانفال : ٣٣]

ژباړه: او (اى پيغمبره!) الله داسي نه کوي چي دوى ته په داسي حال کي عذاب ورکړي چي ته يې په منځ کي يې او په هغه حالت کي هم عذاب نه ورکوي چي دوى له خپلو ګنهونو څخه بخښنه غواړي.

د توبې دروازه پرانيستې ده :

دا هم د لوى څښتن لوى رحمت او فضل دى چي پر خپلو بنده ګانو يې د توبې دروازه پرانستې ده. په يوه ”حسن“ حديث کي راغلي دي:

عَنْ صَفْوَانَ بْنِ عَسَّالٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : « إِنَّ مِنْ قِبَلِ مَغْرِبِ الشَّمْسِ بَابًا مَفْتُوحًا عَرْضُهُ سَبْعُونَ سَنَةً. فَلَا يَزَالُ ذَلِكَ الْبَابُ مَفْتُوحًا لِلتَّوْبَةِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ نَحْوِهِ. فَإِذَا طَلَعَتْ مِنْ نَحْوِهِ. لَمْ يَنْفَعْ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا » سنن ابن ماجه، کتاب الفتن، باب طلوع الشمس من مغربها، ۴۰۷۰- حديث.

ژباړه: له صفوان بن عسال څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : د لمر لوېدو خواته يوه دروازه پرانيستې ده چي د بره او ږد والى يې د اويا کالو د مزله په اندازه دى. دغه دروازه لوى څښتن تر هغه مهاله د توبې لپاره پرانيستې پرې ايښې ده، څو لمر له لوېديځ څخه راخيژي.

نو کله چي لمر له لوېديځ څخه راوخوت بيا نو چاته هغه ايمان ګټه نه رسوي چي دمخه يې نه وي راوړى يابه په خپل ايمان کي څه خير ونه مومي.

له دې څخه معلوميږي چي لوى څښتن پر خپلو بنده ګانو تر مور او پلار هم مهربانه دى.

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ أَنَّهُ قَالَ : قَدِمَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِسَبْيٍ فَإِذَا امْرَأَةٌ مِنْ السَّبْيِ تَبْتَغِي إِذَا وَجَدَتْ صَبِيًّا فِي السَّبْيِ أَخَذَتْهُ فَأَلْصَقَتْهُ بِبَطْنِهَا وَأَرْضَعَتْهُ فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «أَتَرَوْنَ هَذِهِ الْمَرْأَةَ طَارِحَةً وَلَدَهَا فِي النَّارِ قُلْنَا لَا وَاللَّهِ وَهِيَ تَقْدِرُ عَلَى أَنْ لَا تَطْرَحَهُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَلَّهُ أَرْحَمُ بِعِبَادِهِ مِنْ هَذِهِ بِوَلَدِهَا» مسلم، کتاب التوبة، باب سعة رحمة الله(٦٨٧٢ / ٢٧٥٤) حديث.

ژباړه: حضرت عمر رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يو شمېر اسيران(قيديان) ورغله په دغو اسيرانو کي يوې ښځي کوم څوک لټاوه چي ناببره يې يو کوچنى وموند او هغه يې واخيست او په ځان پوري يې ټينګ ونيو او تي ته يې واچاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وويل: آيا دغه مېرمن به دغه کوچنى اور ته واچوي؟ ما ورته عرض کړه: په خداى قسم چي تر څو د دې وس وي دا کوچنى به اور ته وانه چوي.

رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل: لکه څنګه چي دغه مور پر دغه کوچني مهربانه ده، الله تعالى پر خپلو بنده ګانو تر دې ډېر مهربان دى.

سبحان الله! لوى څښتن د څونه لوى فضل او احسان خاوند دى!

ګنهکارته دوږخي مه واياست :

عَنْ جُنْدَبٍ؛ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَدَّثَ« أَنَّ رَجُلًا قَالَ: وَاللَّهِ لَا يَغْفِرُ اللَّهُ لِفُلَانٍ. وَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى قَالَ: مَنْ ذَا الَّذِي يَتَأَلَّى عَلَيَّ أَنْ لَا أَغْفِرَ لِفُلَانٍ. فَإِنِّي قَدْ غَفَرْتُ لِفُلَانٍ وَأَحْبَطْتُ عَمَلَكَ» أَوْ كَمَا قَالَ. مسلم، کتاب البر والصلة، باب النهي عن تقنيط الانسان ١٣٧ـ (٢٦٢١) حديث.

ژباړه: حضرت جندب رضي الله عنه وايي چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل : يوه سړي وويل چي په خداى قسم چي خداى تعالى پلاني سړي ته بخښنه نه کوي. خو لوى څښتن تعالى وفرمايل دا کوم سړى دى چي په مايې ولوړل او وايي چي زه پلانى سړى نه بخښم.(هغه دي پوه سي چي) ما هغه سړى وباخښه او ستا عمل مي، ضايع کړ. يعني ستا لوړه مي درواغ کړه.

حقيقت دا دى چي زموږ ځيني خلک داسي دي چي خپل ځانونه پاک او سپېڅلي ورته ايسي او که بل چا په پخوا مهالونو کي څه ګناه کړې وي او توبه يې پر کښلې وي ، او خداى بخښلى وي، خو دى په خبر وي، نو دى يې نه بخښي او په هر مجلس کي يې د انسي او جني شيطانانو په ټونګ غيبت او چغلي کوي. په داسي حال کي چي دغسي وګړي په دې نه پوهيږي چي د الله تعالى رحمت ډېر پراخ او عام دى او د ده ګنهګارو بنده ګانو ته هم د ده د رحمت په پراخه لمن کي د پناه اخيستلو ځاى سته او بخښي يې.

په دې توګه دغه په اصطلاح سپېڅلى مسلمان ايله بېله خپل ځان په ګناه ککړ کړي. سمه خبره داده چي د هيچا په هکله بايد په قطعي توګه ونه ويل سي چي دا جنتي دى يا دوږخي، ځکه دغسي خبري جواز نه لري. هو! که قرآن او حديث چا ته جنتي يا دوږخي ويلي وي، هغو ته جنتي يا دوږخي ويل پروا نه کوي. (نوربيا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

محترم ورور الحاج عبد المالک همت ته — السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! وبعد: عزیزالقدره وروره ! دغه حدیث «رَبِّ اغْفِرْلِي وَتُبْ عَلَيَّ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الْغَفُورُ» ما په مختلفو نسخو کې پسی وکتله پیدا نسو ،که زحمت نه وي چې مأخذ یې راته ولیکئ – والسلام

عبدالمالک همت

دروند او محترم ورور محمد صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته، روغ رمټ اوسئ او الله مو په خپل حفظ کي ولره ! ستاسو له دقت نظر او دا چي زما تېروتني ته مو زما پام واړوه مننه در څخه کوم. دغه مبارک حديث اصلاً د سنن الترمذي، (د بيروت د دارالمعرفة، د ۱۴۲۳ هـ کال، د لومړي چاپ) د کتاب الدعوات، باب مايقول اذا قام، د (۱۳۲۳) مخ، (٣٤٣٤) شمېره حديث دی او دلته سهواً د دغي ليکني د بل لاندني حديث حواله تکراراً را څخه ورکړه سوې ده. دغه حديٍث پر ترمذي سر بېره په دغو کتابونو کي… نور لوستل »

محمد

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! الله متعال دي په خپل حفظ کې وساته، کامیاب او سرلوړی اوسي — جزاکم الله تعالی خیرا کثیرا– والسلام

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx