افغانستان

حکمتيار: لويه جرګه بايد د خپلې پرېکړې واک ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې حکومت د روانې لمريزې میاشتې په وروستيو کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو خبر ورکړ ګلبدين حکمتيار يې په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې لويه جرګه بايد د خپلو پريکړو واک ولري.

د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار تيره ورځ د تخار ولايت له قومي مشرانو سره په ناسته کې ويلي دي چې اشرف غني د کورنيو او بهرنيو فشارونو له امله د سولې په اړه مشورتي لويې جوړوي.

حکمتيار ويلي دي چې لويه جرګه بايد د چا تر فشارونو لاندې نه وي او زياته کړې يې ده چې ياده جرګه هغه مهال ټولو ته د منلو وړ وي چې ګډونوال يې انتصابي او د حکومت په خوښه نه وي.

نوموړي زياته کړې ده چې د لویې جرګې له پاره باید اجنډاء وار له مخه تياره شوې وي او غړي يې بايد د پريکړو پوره واک ولري خو په وينا يې که چېرې داسې ونشول نو دا به يوه نمايشي لويه جرګه وي او د افغانانو ستونزې به د هوارېدو په ځای نورې هم زياتې کړي.

ګلبدين حکمتيار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تيره اوونۍ حکومت اعلان وکړ چې د روانې لمريزې مياشتې په ۲۶ مه نېټه به د سولې په اړه په کابل کې مشورتي لويه جرګه جوړه شي چې په کې به د افغانستان شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ګډون وکړي.

تر اوسه څرګنده ده چې مشورتي لويې جرګې ته به څه ډول خلک بلل کيږي خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري وايي چې د مشورتي لويې جرګې د میکانیزم او دا چې په دې جرګه کې به څه ډول کسان ګډون کولی شي په اړه به یې په راتلونکو څو ورځو کې د ولسمشر له لوري فرمان صادر شي.

بل لور ته په افغانستان کې ګن سياسي لوري وايي چې د مشورتي لويې جرګې او په جرګه
کې د مطرح کېدونکو موضوعاتو په اړه ورسره مشوره نه ده شوې او زياتوي چې حکومت په خپله خوښه او پلان مشورتي لويه جرګه راغوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

حکمتيار د لويې جرګې د واک لرلو. خبره کوي خو دا چې په کوم صورت کې واک لرلی شي،،، څه نه وايي.

د اشغال په وجود کې هيڅ جرګه خپلواکه نشي بلل کيدای بلکه د امريکايانو په فرمايش او مصلحت به پرېکړه پرې تحميليژي

جميل

هههههه
لكه ته گلبدين، اشرف غنى او نور د امريكا په پيسو رانيول شوى مزدوران چى د امريكا تر فشار لاندى نه ياست همدا رنگه به د أمريكا په پيسو جوره شوى لويه جرگه هم د امريكا تر فشار لاندى نه وى ، امريكايان مازى ليونيان دى چى بيله كوم فشاره چى پر تاسو يى ولرى په تاسو باندى پيسى مصرفوى او ساتنه مو كوى .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x