د دوحې ننۍ هیله بښونکې غونډه

د نن ټکی اسیا سرمقاله

په پام کې ده چې نن به د قطر هیواد پلازمینې دوحه ښار کې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ پنځمه غونډه تر سره شي.

یاده غونډه ځکه تر نورو هغو هیله بښونکې او مهمه ده چې له یوې خوا هغه په خپل ټاکلې وخت ترسره شوه او له بلې خو له دواړو لورو نه ورکې مهم چارواکي ګډون لري.

ملا عبد الغني برادر چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی تر غونډې یوه ورځ وړاندې دوحې ته رسیدلی او د ځینو منابعو په حواله به نوموړی هم په ياده غونډه کې ګډون کوي ، که څه هم چې طالبانو تر اوسه رسما په غونډه کې د نوموړي د ګډون او نه ګډون په اړه وضاحت نه دی کړی.

له امریکايي اړخ نه به د خلیلزدا په مشرۍ ۲۵ کسیز پلاوی برخه لري چې په هغه کې د امریکا د مهمو دولتي ارګانونو استازې شتون لري.

طالبانو د یوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې د غونډې اجنډا واضحه کړې خو امریکايي لوري لا تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

د کابل رژیم له مخالفت سره سره قطر ته د ملابرادر په شمول د طالب لوړ پوړي پلاوي له کومې ستونزې پرته رسیدل دا جوتوي چې امریکايي جانب یادې غونډې ته په اهمیت کتلي او په دې اړه یې د کابل مزاحمت او د ملګرو ملتونو د امنیت شوری لخوا د طالب چارواکو پر سفرونو لګیدلو تحریمونو ته بي اعتنايي ښودلې.

که په ننۍ غونډه کې ملا برادر برخه ولري دا به د طالبانو د مشرتابه تر ټولو مهم چارواکی وي چې په مذاکراتي پروسې کې شرکت کوي چې د نوموړي شرکت به د غونډې پر اهمیت هم خپل اغیز ولري.

و به ګورو چې په یاده غونډه کې به د افغانستان د اوږدې جګړې د پایته رسیدو په اړه د طرفینو ترمنځ وروستۍ توافق پر کومو خبرو راشي؟!

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زما په اند سنگه چى روسانو خپل مزدور كمونستان پر سپين ميدان بى خاونده ايله كره ، همدارنگه به امريكايان هم خپل مزدور سيكولران بى كسه يتيمانو غوندى پر ميدان پريژدى .
بيا نو گورى د دى منافق مزدورو چيغو او نارو ته ، عجبه خوند به وكى .

Naim
میلمه
Naim

زما په اند ته خوند له وزلو اخلی او الله دی مونږ دمسلمان وزنی نه وساتی. دعاوکره چی مسلمان وزنه بنده شد