افغانستان

تورخم: د ښاروالۍ د املاکو مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې نامعلومو وسله والو د تورخم ښاروالۍ په دوو تنو مامورينو ډزې کړي دي چې په نتيجه کې یې يو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې نامعلومو وسله والو تيره شپه د تورخم د ښاروالۍ د املاکو مدير سيد الرحمن وژلی او د شيرزاده په نامه بل مامور يې ټپي کړی دی.

خوږياڼي وويل چې دا پيښه تيره شپه شاوخوا اووه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې مامورين له ډوډۍ خوړلو وروسته خپل استوګنځي ته په لاره وو چې د بې غږ تومانچې په واسطه پرې بريد شوی دی.

نوموړي وويل چې ټپي مامور تر درملنې لاندې دی او د پيښې په اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه ددې پيښې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close