افغانستان

ګډ حکومت د سولې مشورتي جرګه کې د طالبانو ګډون ته په تمه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت د سولې عالي شورا سرچينې ادعا کوي، چې په غیر مستقيمه توګه له طالبانو سره په اړيکه کې دي او د سولې مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره د هغوی د ځواب په تمه دي.

د ګډ حکومت چارواکو ويلي و، له طالبانو سره د روغې لپاره د قومي مشرانو، سياسي ګوندونو، قانونپوهانو او ديني علماوو د سولې مشورتي جرګه جوړوي.

د سولې عالي شورا د درالانشاء رئيس او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني سلاکار محمد عمر داودزی وايي، چې د سولې مشورتي جرګه به د راتلونکې حوت مياشتې په ۱۷مه پيليږي او تر ۲۹مې نيټې به دوام ولري.

دوادزي او تر هغه وړاندې اشرف غني هم ويلي و، چې د سولې لپاره د ملي همانګي او طالبانو سره د واحد دريځ د رامنځته کيدو لپاره د سولې مشورتي جرګه رابولي.

د ګډ حکومت چارواکو تېره اونۍ ويلي و، که طالبان ورسره ګوري، دوی به هم د قطر ناستې ته خپل استازي ولېږي.

خو طالبان د ګډ حکومت له چارواکو له ليدو او ناستو انکار کوي او ټينګار کوي، چې د روانې جنجالي قضيې اصلي اړخ امریکا ده او بايد لومړی د بهرنيو پوځيانو د وتلو لپاره له هغوی سره خبرې وشي او ګډ حکومت مشروع نه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x