افغانستان

طالبان: اشرف غني له چوکۍ پرته هیڅ هدف نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې نن د امریکایانو او طالبانو د مخامخ خبرو د لړۍ بله کړۍ پیل شوې، طالبانو په یوه تبصره کې دولتي چارواکي «لېون‌حاله» بللي.

دا تبصره چې «د ورځې خبره» ترسره لیک لاندې خپره شوې، محمد اشرف غني پکې پر دې تورن شوی، چې یوازې چوکۍ ورته مهمه ده او بل هیڅ هدف نه لري.

سره له دې چې نن اجراییه رییس عبدالله عبدالله له دوی سره د حکومت په حیث د طالبانو خبرې نه کول؛ د سولې په لار کې خنډ یاد کړ، خو طالبانو ویلي، چې د دوی سیاسي دریځ امریکا او ټولې نړۍ تایید کړی باید «کابل اداره» هم ورته سر خم کړي.

«د اسلامي امارت روانې سیاسي او دیپلوماتیکي بریا او د سولې معقول دریځ چې د امریکا په ګډون ټولې نړۍ تائید او د عملي کېدو ژمنه یې وکړه ،خو یواځې د کابل ادارې لیون الحاله چارواکي چې سرې لمبې پرې بلې او په هرې غونډې او کنفرانس کې یې کوکارې پیل کړې ؛ چې خارجي قواوې باید ددوي له څنګه ورکې او لیرې نشي او د سولې خبرې دې په اصطلاح د دوي په مالکیت او مشرۍ کې ترسره شي.»

د طالبانو د تبصرې له مخې حکومت په داسې حال کې پورته «کوکارې» وهي، چې «دوي د ذرې په اندازه د خپل ځان مالکیت او حریت هم نه لري.»

طالبانو د حکومت ګوښه‌توب ته هم اشاره کړې او ان پر دوی يې «خپل بادران» هم بې باوره بللي دي.

«دوي پخپل دغه موقف کې یکې تنها پاتې شول ، تر دې پورې چې خپل بادار یې هم ورسره همنوايي ونه کړه او د خلیلزاد په مشرۍ د مذاکراتو امریکايي پلاوي په زغرده ورته وویل، چې دا زرین فرصتونه او چانسونه له لاسه مه ورکوئ؛ هرڅومره چې ژر کیدلی شي باید د سولې له روان بهیر سره پیروي اوملاتړ ښکاره کړئ کنه بیا به هیڅ هم په لاس در نه‌شي.»

د سولې د روان بهیر پر ضد د محمد اشرف غني دریځ چې د هغه اپوزیسیون هم غندلی دی، طالبانو بې ګټې بللی او مشوره يې ورکړې چې «که يې ستونی هم څېري څېري شي، ځای به ونه نیسي.»

په تبصره کې د هغه په اړه وړاندې لیکي: «که د سولې په ضد یې په لیونیو نارو او سورو ستونی هم څیري څیري شي او لسګونه جعلي او تیر ایستونکې جرګې جوړې او دایرې کړي؛ خو افغانان او نړۍ پوهیږي چې دغه مکار او درواغجن انسان له واک او چوکۍ پرته بل هېڅ مهم هدف نه لري.»

دا په داسې حال کې دی چې نن په قطر کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې روانې دي، چې د ځينو سرچینو په وینا تر دریو ورځو پورې به دوام وکړي او که اړتیا پېښه شي، وخت به يې وغځول شي.

طالبانو ویلي، د دې ناستې اجنډا د تېرو ناستو په تعقیب د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې د امریکا پر ضد د اقداماتو مخنیوی بلل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیبی

او طالبان بیا څنګه؟

حبیبی

د حکومت سره خبرې نه کول د طالبانو په زیان ده که دوی رښتیا غواړي په افغانستان کی سوله راشي نو باید چې د افغانستان د فعلي حکومت سره خبرې شروع کړي، دا به د دوی لپاره لوی بری وي.

جميل

دا خو د امريكايى جان كيرى جور شوى حكومت دى او طالبان هم د امريكايانو سره چى د خپل جور شوى حكومت واك يى په لأس كى دى په خيرو لگيا دى .
بوده د خبرو نه دى او نه هم خپل واك لرى ، د مالك سره يى بايد خبرى وشى .

Karwan

حبيبي صاحب تاسي له کومه پيدا شوي. داسي معلوميږي لکه چه ددالرو نوي تبليغاتچي مقرشوي ئي او معاش مو څو دالره دي. نن خو ډيرو خلکو خپل وجدان، ناموس، عزت، ايمان، وطن په ډيره نامردي په څو دالرو خرځ کړي، نه پوهيږم الله او ملت ته به څه ځواب وائي. کاروات

غوربندي

حبيبي صاحب تاسو د کابل په گوډاګی اداره لاندې کارونه وکړی طالبان به د غلام پاکستانيانو په اصطلاح زه درته حاضر کړم: ۱- بې ګناه افغانان دې له زندانونو څخه ازاد کړي ۲ـ کرغيړن امنيتي تړون دې لغوه اعلان کړي ۳ـ پوچ تبليغات دې بند او خپل رسنيز سپي دې وتړي د مثال په توګه: تاسو د شمشاد په ټلويزيون باندې تکراري راتلونکي اعلانونو ته ځير شی،،، په ملی اسلامي څييره او لباس ملبس پښتون د ترهګر په رول کې ښيي، د حاسوس په رول کې هزاره او د ملي اجيرې اردو په لباس کې تاجک د وطن د پاسبان… نور لوستل »

هارون

هماغه خبره ده چې وایي: په پچه ودرېد، کشمیر یې ولید. تاسو خو لږ صبر وکړئ چې وکتل شي چې څه پېښېږي. ځیني خو یې دومره اسانه کړي چې بس خوره یې. پام کوئ دا داسې اسانه نه دي او هم ترکاڼي د بیزو کار ندی. هوښیاران به پوه شوي وي او کم عقلان به سپورې ولیکي.

ابوالوفاء

رښتيا هم «افغانان او نړۍ پوهیږي چې دغه مکار(، عوام غولوونکی) او درواغجن انسان له واک او چوکۍ پرته بل هېڅ مهم هدف نه لري.»
ده چي د ارګ د اوسېدو او د جمهوري رياست پر چوکۍ د کښېناستو خوند وليدي، نو په زړه کي يې دا شعار ورکړی دی چي: يا مرګ يا چوکۍ ؟!
زه چي اټکلوم په ده به د نجيب کانه نه، بلکي د معمر قذافي کانه وسي.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x