عبدالله: له طالبانو سره د خبرو لپاره «مذاکراتي ټيم اصلاح» کولی شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس چې د ګڼو نورو موضوعاتو په څېر د سولې بهیر اړوند هم له اشرف غني سره یوه خوله نه ښکاري، هغه نن وویل، که طالبان له حکومت سره خبرې کوي، دوی حاضر دي چې «مذاکراتي ټيم» کې د هغوی په خوښه بدلون راولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، دا چې طالبان له دوی سره د حکومت په حیث خبرې نه کوي، په وینا يې دا د سولې لپاره لوی خنډ دی.

حکومت چې یو اوږد لیست د مذاکراتي ټيم په نوم برابر کړی، عبدالله عبدالله وايي، که طالبان پر دې لیست نیوکه لري، دوی يې اصلاح کولو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو پرلپسې ټينګار کړی، چې له هر افغان سره د افغان په حیث قناعت ورکولو ته تیار دي، خو د حکومت په نوم کابل کې کوم مشروع ادرس نه پېژني.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د روانې غونډې په اړه د سولې شورا ویلي، دوی د اوربند هیله لري، خو طالبانو یادونه کړې چې د ناستې اجنډا د بهرنیو ځواکونو وتل او دا چې افغان خاوره به د امریکا پر ضد نه استعمالېږي، ټاکل شوې ده.

محمد اشرف غني چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پر غیر مستقیم کمپاین بوخت دی، لا هم د قطر د ناستې په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ویلي و، د ی هم «با تدبیره» سوله غواړي.

طالبانو هغه د چوکۍ شوقي بللی او غږ يې پرې کړی، چې د طالب سیاست د امریکا او ټولې نړۍ له لوري تایید شوی، باید «کابل اداره» هم د سولې ضد نغارې پای ته ورسوي، کنه «که ستوني څېرې څېري کړې هم؛ ځای به ونه نیسي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د