قطر؛ د طالبانو سیاسي دفتر

د دوحې ناسته؛ طالبان وايي اجنډا پخوانۍ ده، خو حکومت د اوربند هیله لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): نن په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د درې ورځنیو خبرو اترو پیل په داسې حال کې شوی، چې د قطر دفتر لپاره د طالبانو نوی مشر ملا برارد اخوند هم هغه هېواد ته رسېدلی دی.

د سولې شورا وايي، هیله لري چې په دې خبرو اترو کې به د اوربند په اړه هم بحث وشي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري رسنیو ته ويلي، دوی هیله من دي چې د تېرو ناستو پر خلاف به دې غونډه کې پر اوربند هم بحث وشي.

طالبانو د اوربند په اړه څه نه دي ويلي، خو ټینګار يې کړی، چې خبرو اترو کې يې تمرکز د بهرنیانو پر وتلو دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د دې غونډې په اړه وویل، چې اجنډا يې هماغه ده چې په تېرو ناستو کې پرې بحثونه شوي دي.

هغه لیکلي: «د غونډې اجندا به هغه پخوانۍ د اشغال خاتمه او له افغانستان څخه چاته د ضرر نه متوجه کیدل وي.»

په دې ناسته کې د طالبانو مرکچي پلاوی د تېرو غونډو په پرتله یو څه بدل شوی، چې د ملا انس حقاني په ګډون يې شمېر څوارلسو تنو ته رسېږي او مشري يې شیر محمد عباس ستانکزی کوي، خو ښاغلی حقاني لا هم په زندان کې دی.

امریکايي اړخ کې د پلاوي مشري د زلمي خلیلزاد پر غاړه ده، چې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی هم دی.

ویل کېږي دا ناسته به درې ورځې دوام ولري او د اړتیا په وخت کې يې وخت غځېدلی هم شي، تر دې وړاندې دواړو اړخونو په تېره جنوري کې پوره شپږ ورځې خبرې اترې ولري.

دواړو اړخونو د اجنډا مطابق د بهرنیو ځواکونو د وتلو اړوند او دا چې افغان خاوره به د امریکا پر ضد نه استعمالېږي، دوه کمېټې وګمارلې، چې د دې کمېټو کاري چارې به روانه غونډه کې شریکېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د