نړۍ

پر تورخم ـ پېښور لاره امنیتي پوستې لرې کړل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د تورخم پېښور پر لاره اووه امنيتي پوستې لرې کړی شوي، چې افغانستان ته د تلو راتلو بار وړونکو لاريو لپاره ستر سرخوږی بلل کيدې.

د خیبر ايجنسۍ مرستيال کمشنر محمود اسلم وزير ويلي، د هغو خاصه دارو او ملېشو پر ضد يې چټک ګامونه اخيستي، چې له بار وړونکو لاريو يې باج اخيسته او موټر چلوونکي يې ځورول.

محمود وزير رسنيو سره په خبرو کې زياته کړې، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې داسې شکايتونه ترلاسه کړي، چې د امنيتي پوستو مسؤولين بار وړونکو لاريو څخه باج اخلي او موټر چلوونکي ځوروي، چې دا کار د افغانستان او پاکستان پر سوداګرۍ او دوه اړخيزو اړیکو ناوړه اغيز کوي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د تورخم-پېښور پر لويه لاره خاصه او ملېشې له بار وړونکو لاريو ناقانونه پيسې اخلي او موټر چلوونکي ځوروي او اوس، چې حکومت د دغو پوستو د له منځه وړلو پرېکړه کړې، دا به د موټر چلوونکو لپاره د اسانتيا او ګټې لامل شي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې حکومت به پر خپلې پرېکړې رښتيا هم ټينګ شي او که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x