نظــر

د تېرکال د خونړیتوب اصلي عامل څوک دي ـ طالبان که امریکایان؟!

احمد مختار

د ملګرو ملتونو سازمان یوځل بیا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل مهالنی راپور نشر کړ.

په یاد راپور کې تیر ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړی بلل شوی چې په هغه کې د بي بي سي فارسي څانګې په حواله د وړم ۲۰۱۷کال په نسبت د ولسي وګړو مرګ ژوبله لس سلنه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور په حواله په تیر ۲۰۱۸ کې ټول ټال ۳۸۰۴ ولسي وګړي مړه او ۷۱۸۹ تنه ژوبل شوي دي.

د هیښتیا وړ خبره داده چې په یاد راپور کې د ۳۷ سلنې تلفاتو نسبت بیا هم طالبانو ته شوی .

هغه څه افغانان او تول منصف نړیوال یې د یوه واقعیت په توګه پیژني هغه دا چې د تیر کال د خونړیتوب اصلي
لامل د ولسمشر ټرمپ هغه جنګي ستراتیژي ده چې له امله یې یواځې د یاد کال په نهو میاشتو کې امریکایانو ۳۰۰۰ بمونه پر ولسي خللګو غورځولي دي.

که د یوې عادې احصائې له مخې تخمین وکړو چې د امریکایانو په یوه بم یواځې یو نفر وژل شوی نو ۳۰۰۰ نفره خو له نورو شپنیو بریدونو ماسیوا فقط همدا د (۹) میاشتو (۳۰۰۰) بمونه پوره کوي.

حال دا چې په دې بمونو کې داسې بمونه هم ول چې یوه یې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۳۳ تنه غړي ووژل.

بله خبره دا چې امریکایانو او د هغوی حامي ځواکونو خو یواځې همدا (۹) میاشتې عملیات نه دي کړي ؛ بلکې هغوی پوره ۱۲ میاشتې پر ولسي سیمو بمبارونه کړي، پر خلګو یې شپني عملیات کړي او د هغوي په ترڅ کې یې په زرګونو بمونه غورځولي دي.

خو ملګري ملتونه چې د امریکایانو په شمول همدا بهرني ځواکونه افغانستان ته د دوي په دستور راغلي د وژل شویو له راپوره پرته نور د دې جرئت نه لري چې له امریکایانو وپوښتي چې ولي ولسي افغانان دغسي بیدریغه وژني؟

ایا ملګرو ملتونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د هغو دریو خونړیو پیښو په اړه کوم غبرګون ښکاره کړ ؟ چې په مسلسل ډول یې تقریبا د یوې میاشتې په موده کې دری ځله د ولسي خلګو کورنه په نښه کړل چې په لومړي ځل یې د یوې کورنۍ ۳۳ غړي ، په دوهم ځل یې ۱۲ تنه او په دریم ځل یې د هماغو وژل شویو ولسي وګړو د جنازي پر مراسمو د بمباري په ترڅ کې ۱۰ تنه د هغوی خپلوان ووژل.

دا چې تنها د هلمند ولایت د یوې ولسوالۍ د یوې میاشتې د دریو پیښو قربانیانو شمیر ۵۵ کسانو ته رسیږي ، نو په ټول هیواد کې به د ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د هغوي د بمونو ، بریدونو او شپنیو عملیاتو د قربانیانو شمیر څو تنو ته رسیږي؟!

خو ملګري ملتونه پر دغو ټولو واقعاتو سترګې پټوي او په لامسؤلیته ډول د تیر ۲۰۱۸ خونړي کال د تلفاتو زیاته سلنه طالبانو ته منسوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Naim

دواړه. خو طالبان زیات. زکه هغوی پوهیږی چی دمسلمان وزل لویه ګناه ده. له امریکایانو خو هسی کیله نشته. که طالب سوله وکری امریکا وزی. هیس افغان د امریکا په شتون خوش ندی. هو که خبره دقدرت وی نو بیا…..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x