امرالله صالح

دا ګز دا میدان!

شاهد (غزنیوال)

په راتلونکو نامعلومو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ مرستیال ښاغلي امرالله صالح په خپل ټیوټر پاڼې اعلان کړی چې د افغانستان پر نیمايي برخې د طالبانو د واکمنې خبره د هغو کړیو ادعاء ده چې د بهرنیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

نوموړی اعلان کړی دی چې دی اماده دی هغو سیمو ته چې طالبان پري د واکمنۍ ادعاء لري په پلي ډول ، یاهم د الوتکې ، بایسکل او آس په وسیله سفر وکړي او هرڅوک چې وايي طالبان د افغانستان پر نیمايي برخې واکمن دي هغه دې له نوموړي سره په دې سفر کې ملګري شي.

د ښاغلي صالح تر یاد اعلان سمدستي وروسته د خالد په نوم یوه کابلي ځوان د طلوع تلویزون په ژوندۍ خپرونه کې ښاغلي امرالله صالح داسې مخاطب کړ:
((راځه د موټر تیل هم زه درته اچوم نور ولایتونه پریږده فقط د کابل ولایت بت خاک ، چار آسیاب او یاهم هودخیلو سیمو ته راسره ولاړ شه!))

ښاغلی صالح چې دوه میاشتې وړاندې د ښاغلي غني له تر ټولو سرسختو منتقدینو څخه وه یو په یوه یې د غني په اړه په خپل موقف کې بدلون راوست او اوس مهال د هغه ترټولو سرسخت مدافع بلل کیږي.

د نوموړی یاد اعلان هم د غني د هغه کمزوري حکومت څخه د ملاتړ په غرض تر سره کیږي چې په کابل کې یواځې د ارګ پر محوطې هم پوره تسلط نه لري.

ځکه د همدې ارګ په محوطه کې د ده د سیال ډاکټرعبدالله واکمني ده چې د ښاغلي غني رسمي فرمان ورباندې نه چلیږي.

محقق دارګ محوطې په یوه برخه کې په ښکاره وايي چې غني یې د برطرفي واک نه لري ، ځکه چې د ده تقرر د جانکیري د سیاسي توافق نامې له مخې شوی نه د ښاغلي غني د فرمان پر اساس.

په هرصورت؛ که ښاغلی صالح ریښتیا پر خپلې خبرې ولاړ وي نو زه ورته چلینج ورکوم چې د موټر، بایسکل او اسپ په وسیله دې لیري پرتو ولایتونو ته د سفر زحمت نه کوي ، بلکې فقط د کابل په ښار کې له خپل دفتر نه د امریکا تر سفارت پوري له ضدمرمي موټر پرته د تللو جرئت وکړي.

هو! هلته چې د امرالله بادار د بهرنیو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال نیکولسن د دې اعتراف کوي چې د ناټو له قومنداني څخه د کابل تر هوايي ډګر پوري له الوتکې پرته تګ نشي کولای ، نو د جنرال نیکولسن د الوتکو تر وزرو لاندې ساتل شوی بچوړی ( امرالله ) به څه ډول د هیواد لیري پرتو ولایتونو ته د پلي سفر جرئت وکړي؟!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

غزنیوال وروره!
ته هم څوک تشو خبرو او لافو ته نه پریږدی، او کلک یی تر ستونی ونیسی. دا خواران پریږده چی تش خو د نس باد وباسی. او په لافو او شاپو ځانونه او ټولنه خوشحاله او خطاباسی.

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د شرو فساد ډلی دغه بچوړی غواړی پدی خبرو ځان غنی ته یو توریالی او ننګیالی معرفی کړی ستا د مشرانو غیرت مونږته معلوم دی ته خو یو چیرګوړی یی او کنه . د طالبانو په راتګ سره ستاد شروفساد مشرانو باندی رڼاورځ داسی تیاره شوی وه چی آن خپل کورنی یی نه پیژاندلی. ته که ځانته ریښتیا غیرتی ځوان وایی خو نر شه یوه ورڅ دی د خپل د کور مخی نه امنیتی سپیان لری کړه او نو بیا به درته ښه معلومه شی چی امارت څو سلنه خاوره په لاس کی لری. ستاسی بیغرتو خو دا ټول ژوند… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

ستاسومحترم لوستونکودمخه دی ډیره حیاوی دپښتومتل دۍ چه وایی خرله باره ولویدۍ خوله غټو ګوزوونه لویدۍ دوی نشرمیږی اوس طالبانوته زارۍ کوی چه لږخبری خوراسره وکۍ هغوی ورته وایی له سپوسره خبری ندی مناسب لعنت پرداسی قدرت اوچوکۍ کی چه په دونه بیشرمی اوسپین سترګی دپردوپه کومک څوک پرناست وی،زماپه نظرترداسی بیشرمه انسان سپۍ ۱۰۰٪بهتردۍ که دوی غیرت درلودای بایدخپله یی خودکوشی کړی وای.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

محمد
میلمه
محمد

په دوی کې دا وینا ډیره ده = لاپ نزنیم شاپ نزنیم چه بکنیم بمریم — قاتلهم الله تعالی وخذلهم