افغانستان

کاناډايۍ ورځپاڼه: حکومت پر ۵۰۰ میلیونه ډالرو اخیستې الوتکې پر ۳۲زره ډالرو خرڅې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): کاناډا کې خپرېدونکې ورځپاڼه «فري پریس» په افغانستان کې د نړۍوالو لګښتونو په اړه مطلب خپور کړی چې دلته شوي لګښتونه يې ګټور نه دي بللي.

د ورځپاڼې په قول یوازې د دولتي عسکرو د یونیفورم لپاره ۲۸ میلیونه ډالر مصرف شوی، خو د یو پوځي کارپوه له قوله لیکي چې دا یونیفورم ځنګلي سیمو کې کارېږي او افغانستان یوازې دوه سلنه ځنګلونه لري.

سرچینه د دولتي ځواکونو لپاره د اخیستل شویو ترانسپورتي الوتکو په اړه د سیګار د یو چارواکي په حواله ليکي، چې دا دویم لاس الوتکې په ۵۰۰ میلیونه ډالرو واخیستل شوې، خو دا چې د کار نه وې، څه موده وروسته بېرته په کباړ کې په ۳۲زره ډالر خرڅې شوې.

بې بې سې د دې ورځپاڼې له قوله ليکي، دلته ټولې نړۍوالې مرستې پر داسې کارونو لګېدلي چې یا بې کیفیته و، یا هم په نیمايي کې پرېښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی، چې امریکا هم چې د جګړې مشري پر غاړه لري، دلته کېدونکي لګښتونه ملا ماتوونکي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x