افغانستان

طالبان او امریکا د قطر نننۍ ناسته «هيله بښونکې» بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د ناستې په اړه امريکا او طالبان دواړه هيله من دي.

امريکايي رسنۍ وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی او د امریکا د مذاکراتي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد د قطر نننۍ ناستې ته ځکه هيله من دی، چې د طالبانو بانفوذه مشر ملا عبدالغني برادر هم قطر ته رسيدلی دی.

خلیلزاد  په خپل ټويټر پيغام کې هم ليکلي، چې دی قطر ته رسیدلی او کيدای شي، دا يو ډېره مهمه غونډه وي.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د طالبانو د وياند ذبيح الل مجاهد له قوله ليکلي، چې دوی  هم دغې ناستې ته هيله من دي.

ښاغلي مجاهد اسوشيټيډ ته ويلي: «موږ هيله من يو، چې يوې پایلې ته ورسيږو.»

ويل کيږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتي  پروسې روانه ناسته ځکه هم مهمه او ګټوره ښکاري، چې  زلمي خلیلزاد سره  د کانګريس غړو، سپينې ماڼۍ، د بهرنيو چارو وزارت او پنټاګون ۲۵ کسيز پلاوی قطر ته تللی او د طالبانو له لوري هم د ملا برادر په ګډون د رهبري شورا مهم غړي په دې ناسته کې ګډون لري.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ملا برادر به هم له امریکايي استازو سره په خبرو کې ګډون وکړي که نه.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ليکلي، چې ملا برادر به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو طالبانو يوازې قطر ته د هغه د رسېدو پخلی کړی او په مذاکراتو کې يې د  ملا برادر د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الله تعالی خير پکې واچوي ، داسې خير د اسلام او مسلمانان په خير وي .

هارون

هیله ده چې طالبان په سیاسي ډګر او سیاسي چنو کې ډېر غښتلي او ځیرک اوسي. داسې نه شي سبا ووایي، واالله مونږ خو تېروتو. سیاست علم خو رهبري هنر دی. په دې علم او هنر کې د پښتو، اسلامیت، صداقت او او نورو په نامه تېروتنې د منلو وړ نه دي. سیاست ګټه ده، د نړۍ لپاره، د هېواد لپاره، د خپلې ډلې یا ګوند لپاره او یا د خپل جېب لپاره. نو خدای(ج) دې وکړي چې طالبان دا ګټه د هېواد لپاره وکړي او په پورتنیو عناوینو ونه غولېږي. ډېری سیاستوال په ځانګړې توګه د سیمې سیاستوال ډېر… نور لوستل »

Naim

هیواد خو یی سل کاله وروسته بوته. ولس خو پسو غوندی حلالیږی. بس داحال دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x