د حضرت الله ځاځي او راشد خان لخوا جوړ شوي ریکارډونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالۍ چې د هند په دهرادون ښار کې ترسره شوې په درې-صفر د افغانستان په بریا پای ته ورسیدې.

دا سیالۍ په داسې حال کې پای ته ورسیدې چې په کې د چټکې نیمه سلیزې وهونکي لوبغاړي حضرت الله ځاځي او د نړۍ لومړی نمبر لرونکي توپ اچونکي راشد خان یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړل.

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لومړۍ سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ په ۲۱مه نېټه ترسره شوه، په دغه سیالۍ کې افغانستان د ایرلینډ ټاکلی ۱۳۵منډې هدف د محمد نبي او نجیب ځدران په زړه پورې تو پووهنې پوره کړ، نبي په ۲ ویکټو او ۴۹ منډو ددغې لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

دویمه سیالۍ د شنبې په ورځ په ۲۳ فبروري ترسره شوه چې په کې افغانستان او حضرت ځاځي یو شمېر نړیوال ریکارډونه ثبت کړل، په دغه سیالۍ کې ایرلینډ د افغانستان لوبډلې د ټاکلي ۲۷۹ منډو هدف کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او بریا د افغانستان په نوم شوه.

دریمه سیالۍ پرون د یکشنبې په ورځ په ۲۴مه نېټه ترسره شوه، دغه سیالۍ هم د افغانستان په بریا پای ته ورسیده، په دې سیالۍ کې د محمد نبي غوره توپوهنې ترڅنګ راشد خان د ویکټو هیټریک وواهه او ایرلینډ ته یې د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لخوا جوړ شوي ریکارډونه:

افغانستان لوبډلې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو (۲۷۸) منډو جوړولو نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړ، له دې وړاندې استرالیا ۲۶۳ منډې جوړې کړې وې.

افغانستان لوبډلې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د زیاتې (۲۳۶) منډو ملګرتیا چې د حضرت الله ځاځي او عثمان غني ترمنځ ترسره شو ریکارډ په خپل نوم کړ، له دې وړاندې د استرالیا ارون فینچ او ډارسي شورټ لخوا (۲۲۳) منډې ملګرتیا شوې وه.

افغانستان لوبډلې په یوې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ کې د زیاتو (۲۲) شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ، له دې وړاندې استرالیا (۲۱) شپږیزې وهلې وې.

افغانستان لوبډله اوسمهال په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د پرلپسې زیاتو سیالیو ګټلو ریکارډ په خپل نوم لري، دوی پرلپس (۱۱) بریاوې خپلې کړي،

د حضرت الله ځاځي ریکارډونه:

حضرت الله ځاځی دویم افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې سلیزه وهي، خو لومړی افغان لوبغاړی شو چې ۱۵۰ منډې کوي، له ده وړاندې محمد شهزاد سلیزه وهلې وه.

حضرت الله ځاځی له ډیویډ میلر او روهیټ شرما وروسته دریم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې چټکه سلیزه وهي، نوموړي په ۴۲ توپونو سلیزه ووهله.

حضرت الله ځاځی دویم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې زیاتې (۱۶۲) منډې جوړې کړې، له ده وړاندې آرون فینچ د زمبابوې پر وړاندې (۱۷۲) منډې جوړې کړي دي.

حضرت الله ځاځی لومړی لوبغاړی شو چې په یوه سیالۍ کې زیاتې (۱۶) شپږیزې وهي، له دې وړاندې ارون فینچ (۱۴) شپږیزې وهلې دي.

په دغه درې شل اوریزو سیالیو کې حضرت الله ځاځي په ۱۰۲ غوره اوسط سره (۲۴۷) منډې جوړې کړې.

د راشد خان ریکارډونه:

راشد خان لومړی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې هیټریک وواهه، همدا ډول اووم نړیوال لوبغاړی شو چې هیټریک وهي.

راشد خان د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په څلورو پرلپسې توپونو یې څلور ویکټې واخیستې، له دې وړاندې هیڅ لوبغاړی نه دی توانېدلی چې په شل اوریزو سیالیو کې دغه کارنامه ترسره کړي.

راشد خان په دغه لوبه کې (۱۱) ویکټې واخیستې.

د یادونې ده چې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه به د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه پېل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د