سهيل شاهين: د قطر روانه ناسته کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د هوکړې د تيارېدو شونتيا شته «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته نن د قطر پلازمينې دوحه کې جوړه شوې ده او  طمع کيږي چې په دې اړه به دواړه لوري په خبرو کې پرمختګ وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن ټکي اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په پنځمه ناسته کې به په  پخوانيو موضوعاتو بحث  وشي چې په کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه امريکا ته د نه تهديد ډاډ ورکول دي.

نوموړي وويل چې ټاکل شوې کاري ډلې به هڅه وکړي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د موافقې مسوده هم تياره کړي.

شاهين په مذاکراتو کې د ملا عبدالغني برادر د ګډون په اړه وويل چې نوموړی به  د تعارفۍ په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړي خو د اوس له پاره په خبرو کې شير محمد عباس ستانکزی د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشري کوي.

د قطر سياسي دفتر وياند ويلي دي چې د غونډې په لومړۍ ورځ به دواړه لوري له يو بل سره تعارف وکړي او تمه ده چې دا غونډه درې ورځو ته وغځيږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په ټاکلو موضوعاتو رسمي خبرې سبا پيل شي او نن په قطر کې له امريکايي لوري سره د تعارف غونډه او د قطر حکومت له لوري طالب استازو ته  ميلمستيا شوې ده.

له نن ټکي اسيا سره د سهيل شاهين بشپړه مرکه دلته ليدلی شئ.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری.
دا اوس له شک څخه وتلی خبره ده ،چه جوړه به طالیب کوی،ځکه چه پاکستان ،د سخت فشار لاندی دی.ا
انډیا د پاکستان په سرحد پنجابی بنګړا اتن ورته اچولی،نو دا پته نشته چه کله به ټکه په اچوی،
ترمپ هم غږ په وکړ چه تروریستان ټول کړه.
خپله پاکستان سره هم پیسی نشته چه د د جګړی مصارف طالیبانو ته ورکړی،نو پاکستان مجبور شو طالیبانو ته یی د جوړ جاړی اجازه ورکړه،

Karwan
میلمه
Karwan

که غمي ئي که لونګ خو له تاسو نه #### انسانان نور په افغانستان کي نشته. ### درته وايم. کاروان

لونګ
میلمه
لونګ

سهیل شاهین: د ده خو نوم هم د پاکستانی ده. انس خو د حکومت په زندان کی څنګه به زر تر زره خلاصیږی؟ آیا د هغوی خلاصون له امریکایان نه غواړی او یا کی غواړی چی د حکومت سره خبری وکړی؟ ###.

محمد ظاهر حلیمی
میلمه
محمد ظاهر حلیمی

سوله دمظلوم ملت حق دی محترم پلاوی دی کوشش وکړی چې په شېوه کیږی دسولی پروسه دی دبریالیتوب لوری ته استقامت ورکړی ځکه چې جګړه دتباهی پیام ملت ورکوی امنیت الهی نعمت دی ښکیل لوری دی کوشش وکړی چې دملت حقوق له ځنکه چې الهی حکم دی ورته درناوی وکړی