نن ټکی اسیا

سهيل شاهين: د قطر روانه ناسته کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د هوکړې د تيارېدو شونتيا شته «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته نن د قطر پلازمينې دوحه کې جوړه شوې ده او  طمع کيږي چې په دې اړه به دواړه لوري په خبرو کې پرمختګ وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن ټکي اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په پنځمه ناسته کې به په  پخوانيو موضوعاتو بحث  وشي چې په کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه امريکا ته د نه تهديد ډاډ ورکول دي.

نوموړي وويل چې ټاکل شوې کاري ډلې به هڅه وکړي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د موافقې مسوده هم تياره کړي.

شاهين په مذاکراتو کې د ملا عبدالغني برادر د ګډون په اړه وويل چې نوموړی به  د تعارفۍ په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړي خو د اوس له پاره په خبرو کې شير محمد عباس ستانکزی د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشري کوي.

د قطر سياسي دفتر وياند ويلي دي چې د غونډې په لومړۍ ورځ به دواړه لوري له يو بل سره تعارف وکړي او تمه ده چې دا غونډه درې ورځو ته وغځيږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په ټاکلو موضوعاتو رسمي خبرې سبا پيل شي او نن په قطر کې له امريکايي لوري سره د تعارف غونډه او د قطر حکومت له لوري طالب استازو ته  ميلمستيا شوې ده.

له نن ټکي اسيا سره د سهيل شاهين بشپړه مرکه دلته ليدلی شئ.