ملا برادر د قطر نننۍ ناسته کې ګډون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د مشر شيخ هبةالله اخندازده سياسي مرستيال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر تېره ورځ قطر ته له رسيدو وروسته نن د طالبانو او امریکا ترمنځ په روانه ناسته کې ګډون وکړ.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم نن په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې له ملا برادر سره يې کتلي او هيله يې ښکاره کړې، چې د مذاکراتو په پروسه کې د طالبانو با اختياره پلاوي سره ګوري او په دې برخه کې به پرمختګونه وشي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د  طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي،  چې ملا برادر د قطر د مذاکراتي بهیر په غونډه کې د ګډون سربېره د خپل پلاوي د غړو تعارف وکړ او امریکايي پلاوي سره يې په خبرو کې د مذاکراتو پر اړتيا، اهميت او د مذاکراتي ټيم په صلاحيت خبرې کړي دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې ملا برادر اخند د  قطر د بهرنيو چارو وزارت په ځانګړې بلنه او د قطر په الوتکه کې تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

د مجاهد په وينا د طالبانو له لوري به د مذاکراتي ټيم مشري د هغوی مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزی کوي او د اړتيا پر مهال به له ملا برادر څخه لارښوونې غواړي.

طالبانو ويلي، چې دا يوازې تمهيدي غونډه وه او نورې رسمي خبرې به سبا پيليږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر سرچينې وايي، چې د امریکايي او طالب ډيپلوماټانو ناسته به درې ورځې روانه وي او د اړتيا پر مهال يې وخت نور هم غځېدلی شي.

د قطر دفتر غړی او وياند سهيل شاهين نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې هيله ښکاره کړې، چې شونې دهد امریکا او طالبانو ترمنځ تياره شوې هوکړه هم لاسليک شي.

تبصرې (2)

  • عجیبه ده په دا یوویشتمه پېړۍ کې د ملا برادر یو عکس هم نه موندل کېږي. دا څه معنی لري چې طالبان نه غواړي د ده اصلي څېره خلکو ته وښيي. له یوې خوا هلته د امریکایانو او کفارو سره کېني چې ښه کار دی او له بلې هوا خپله څېره نه ښیي. دا ډول کارونه د چا نه خوښيږي. هیله ده سم او د نر په شان د خلکو په مخ کې را څرګند شي. مننه