عمران خان: له دې وروسته افغان مهاجرین کولای شي په پاکستاني بانکونو کې حساب پرانیزي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته به په پاکستان کې مېشت ثبت شوي  افغان مهاجرین کولای شي په پاکستاني بانکونو  کې حساب پرانېزي.

عمران خان په دې اړه په خپل ټویټر باندې لیکلي، نن مې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې څو هغه افغان مهاجرینو ته چې ځانونه یې ثبت کړي په بانکونو کې د حساب خلاصولو اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له دې سره به افغان مهاجرین وکولای شي د هیواد په اقتصاد کې برخه واخلي.

د عمران په وینا، دا کار اړین وو او تر دې وړاندې باید شوی وای.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال  شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې د هغوی له ډلې څه باندې یو ملیون یې د پاکستان د نفوس شمېرنې له ادارې (نادرا)  سره ثبت شوي او په یاد هیواد کې د اوسېدني قانوني جواز لري.

یاده دې وي چې عمران خان د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې   وعده کړې وه چې د افغان او بنګالي کډوالو هغو ماشومانو ته چې  په پاکستان کې زېږیدلي دي د پاکستان تابعیت ورکوي خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام ندی اخستل شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری.
د پاکستان الایید بانک کی می اکاونت خلاص کړ پیسی می ورواچولیی چیک بوک اوټول اسناد یی راکړل.
کله چه له بانک څخه می پیسی رآیستلی نو مسله تقریبا پولس تهانه ته رسیلی وه.په تیښته می ځان تری خلاص پیسی اوس هم ور پاتی شوی.
نو ګرانو مهاجرو ورڼو د پاکستان بانک باندی اعتبار کول هسی لیونتوب دی.پیسی وراچول اسانه او پیسی رآیستل بیا نا ممکن دی،خبر د وی.

Naim
میلمه
Naim

هو نو داخبر ه ده. ایله پوه شوی چی پاکستان ستا د جیب غل هم دی. ملک خو یی هسی په تا اوزما په شان خلکو راته وران کر.یو وخت ما هم ستا فکردرلود او په همدی فکروم. خو اوس حقیقت دادی چی پاکستان د افغانستان په ورانیدو کی خپل خیر ګڼی او ګټی یی به کی دی. کله مجاهد کله طالب داسلام په نوم استعمالوی …… الله دی مونږ پوه کړی