غزني او میدان وردګ کې ډرون بریدونو ښکاریان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل):  په غزني او میدان وردګ ولایاتو کې امریکایي ډرون الوتکو په دوو جلا پیښو کې هغه ولسي خلک(  ښکاریان) په نښه کړي چې د واورې په موسم کې د سویانو او نورو صحرایي ژوو په ښکار پسې وتلي وو.

د خبر له مخې همدا نن سهار د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ ، شیخ اباد ته نږدې د اعظم په سیمه کې د تورګل په نوم ولسي وګړی چې غره ته د ښکار لپاره وتلی و د امریکایي بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه او ځای په ځای ووژل شو.

بل خوا د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په غلام شاه کلا سیمه کې هم دوه تنه ښکاریان د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلي چې یو تن یې وژل شوی او بل ټپي دی. له غزني څخه خبر وایي چې تیره ورځ د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ د فتح خان، ګارګي او کلي خیلو په سیمو کې هم امریکایانو هوایي بریدونه کړي چې څلور تنه عام خلک په کې مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ډیری سیمو کې ځينې د ښکار شوقیان د واورو په موسم کې غرونو او دښتو ته په ښکار پسې وځي. چې ځینې یې له ځان سره ښکاري ټوپک هم لیږدوي.

تبصرې (1)

  • چي د الله ج د مخلوقاتو په وژلو پسي وځي همداسي به وژل کیږي لکه ښکاریان، امریکایان دي هم عبرت کي چي مسلمانان وژني.